IQNA

په انګلينډ كښې د اسلامی مذهبونو د تقريب نړيوال سمينار ترسره كیږی

21:19 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419775
سياسی ډله: د اسلامی مذهبونو د تقريب شپږم نړيوال سمينار "د ټولنيزې صلحې په راوستلو كښې د تقريب تمدنی رول" تر عنوان لاندې د تلې د مياشتې په اتمه نیټه په لندن كښې د انګلينډ د اسلامی مركز په مرسته ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اسلامی مذهبونو د تقريب له نړيوالې غونډې یې نقلوی، دا سمينار د تلی د مياشتې په اتمه نیټه د دې مركز د مشر ايت الله اراكی په ګډون سره په انګلينډ كښې شورو كیږی.
"د اسلامی امت له نظره د ټولنيزې صلحې ارزښت"، "د ټولنيزې صلحې بنسټونه او انسانی ټولنې په پراختيا كښې د هغې اغيز" او "د امت په وړاندې كلتوری يلغار سره په مخامخيدو كښې د تقريب ارزښت" دا موضات په دې سمينار كښې څیړل كیږی.
د ويلو ده چې د انګلينډ اسلامی مركز په 1374 كال كښې د ليندې په مياشتې كښې د ايت الله محسن اراكی چې د ستر لارښود استازې دی، د نظر لاندې جوړ شو. دې مركز په 1377 كال كښې د پيغمبر(ص) بعثت سره سم د انګلينډ او ايران د لويو مسؤلينو په ګډون سره رسمی كار شورو كړ، دا د يو خيريه مؤسسې تر عنوان لاندې كار كوی او اوس یې حجت‌الاسلام‌ و ‌المسلمين معزی مشر دی.
1106743
captcha