IQNA

د اسلام په خلاف فېلم د امريكې توهين هم دے خو مونږ یې نۀ شو ممنوع كولې - اوباما

22:22 - September 26, 2012
د خبر لمبر: 2420740
نړيواله ډله: د امريكې ولسمشر اوباما د اسلام په خلاف امريكائی فېلم چې په وروستيو هفتو كښې یې د نړۍ د مسلمانانو قهر راپارولے دے د امريكې سپكاوے هم وبالۀ خو په عېن حال كښې یې وويل. د امريكې حكومت د دغه فېلم خپرول نۀ شی ممنوع كولې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د امريكې ولسمشر باراك اوباما د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ اوۀ شپېتمې غونډې ته په خپله وېنا كښې دې ته له اشارې نه بغېر چې د بيان ازادی څه پوله او سرحد هم لری يا نه وويل: زمونږ اساسی قانون د بيان د ازادۍ حفاظت كوونكے او په همدې دليل نونږ داسې فېلمونه نه شو ممنوع كولې.
هغۀ د خداے دګران رسول (ص) د لوړ مقام او دغه ستر اسمانی شخصيت په شان كښې ګستاخۍ ته بې له پامه چې د دنيا د يونيم ميليارډ مسلمانانو د مقدساتو ګستاخی ده د ګستاخانه فېلم په خلاف د امريكې د حكومت د اقدام د توجيه لپاره مثالونه وركړل او د خپل ځان او خپلو مقدساتو ته د سپكاوی تصور په برابرولو سره یې وويل: زۀ د خپل هېواد د ولسمشر او د وسله والو ځواكونو د ستر درستيز په توګه دا منم چې هره ورځ دې خلق زما په باره كښې بد رد وائی او د هغوی له دغه حق څخه دفاع كوم.
اوباما په دوام كښې د مبارك، بن علی او علی عبدالله صالح په شمول د سيمې د ډېكټېټرانو په اقتدار كښې راوستلو او له هغوی څخه په ملاتړ كښې د امريكې رول بې له اشارې نه وويل: مونږ د تيونس د خلقو له مظاهرو څخه چې د دغه هېواد د ډېكټېټرد نسكورېدو سبب شوې الهام واخېست. مونږ له ډېمكرېسۍ څخه د خپل ملاتړ په دليل په مصر كښې د بدلون د رامنځته كېدو په نسبت ټينګار كوۀ او په يمن كښې مو هم د مشرتابۀ له بدلون څخه ملاتړ وكړ.
1107503
captcha