IQNA

چيچنيا هم يوټيوب بند كړ

7:24 - September 28, 2012
د خبر لمبر: 2421088
نړيواله ډله: د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك فېلم په خپرېدو باندې په احتجاج كښې د يوټيوب وېب سایټ د چېچنيا د خلقو له لاس رسائۍ نه خارج شو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Interfax خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، د چيچنيا څارنوال شرپودی عبدالقادراف د دغه هېواد ولسمشر ته د دې خبر په اعلانولو سره وويل: د اېنټرنیټ د سهولياتو له وړاندې كوونكو ادارو څخه غوښتې شوی دی چې دغه ګستاخانه امريكائی فېلم ته لاس رساېی دې بنده كړی.
او كه كومو ادارو دغه فېلم ته لارس رسائی مسدوده نه كړه نو د هغو په خلاف به قانونی چارجوئی كیږی.
د چيچنيا ولسشمر رمضان قديراف هم د د دغه ګستاخانه فېلم متعلق د روس د ولسمشر ولاديمير پوټن وېنا ته په اشارې سره وويل: دغه فېلم د مسلمانانو د جذباتو د راپاراولو په غرض جوړ كړې شوے دے. بې له شكه چې مونږ د هغو كسانو چې په اېنټر نېټ كښې د دغه فېلم د خپرولو مخالفت او احتجاج كوی ملاتړ كوو.
هغه وويل: په عېن حال كښې مونږ باور لرو چې دغه ګستاخانه فېلم ته د لاس رسائی د محدودولو لپاره د روس د حكومت او د عمومی څارنوالۍ قدام مثبت ؤ او د روس د مسلمانانو او ټولو خلقو له مثبت غبرګون سره مخامخ شوے دے.
1107770
captcha