د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV چېنل په نقل سره رپوټ وركړ، په دغو مظاهرو كښې چې د ډېټروټ په مېټرو كښې جوړې شوې مظاهره كوونكو د اسلامی ارزښتون توهين وغندۀ.
مظاهره چيانو همدارنګ يو شمېر پلې كارډونه او بېنرونه اوچت كړی وو چې ((له اسلام نه د ويرولو او نفرت خبرې مۀ كوئ)) په شان نعرې یې پرې ليكلې وې.
د وين كانټی عدالت جج رېچرډ هېلران چې په دغو مظاهرو كښې یې ګډون كړې وو،وويل: پكار دی چې مونږ ټول د اسلام په خلاف په تبعيض باندې احتجاج وكړو.
په اسلامی او غېر اسلامی هېوادونو كښې د امريكائی فېلم په خلاف احتجاجونه له دې وروسته زيات شول چې د تلې وږی دمياشتې په ٢٩ نېټه فرانسوی چارلی هېبډو مجلې د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې ګستاخانه كارټونونه او تصويرونه خپارۀ كړل.
احتجاج كوونكی د دغه ګستاخانه فېلم په خاطر له اسلامی نړۍ څخه د امريكې د واكمنانو د بخښنې غوښتنې او د دغه فېلم د عاملانو د سزا كولو غوښتونكی دی.
ويل كیږی چې دغه اسلام ضده امريكائی فېلم د صهيونېسټانو په پينځه ميلون ډالرو مرستې سره جوړ كړے شوے دے
1110389