IQNA

په اسلامی هېوادونو كښې د امريكې په خلاف احتجاجونه دوام لری

22:41 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2423134
نړيواله ډله: د خداے ګران رسول (ص) په شان كښې د امريكائی ګستاخانه فېلم او د فرانسوی رسالې د كارټونونو په خلاف په اسلامی ملكونو كښې احتجاجی مظاهرې هم هغه شان دوام لری.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV چېنل په نقل سره رپوټ وركړ، د پاكستان په لسګونو زور مسلمانانو په كراچۍ ښار كښې د اسلامی هېوادونو د غوښتنو باوجود د اسلام په خلاف فېلم باندې د بديز له لګولو څحه د ډډې كولو په خاطر د امريكې حكومت وغندۀ.
پاكستانی احتجاج كوونكو په دغو مظاهرو كښې اعلان وكړ چې هغه حق چې غرب یې د بيان د ازادۍ په توګه يادوی پكار نۀ دی د دينونو په خلاف د نفرت د زياتولو لپاره ترې استفاده وشی.
مظاهره كوونكو همدارنګ له ملګرو ملتو څخه وغوښتل چې د دينو د توهين عاملانو ته د سزا وركولو لاپهر دې نوے قانون جوړ كړی.
همدارنګ دغسې يو لړ مظاهرې په بنګلادېش كښې هم وشوې او په زرګونو كسان سړكونو ته راووتل او د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخی كوونكو د سزا كولو غوښتنه یې وكړه.
همداشان د هندوستان په زرګونو مسلمانانو هم د دغه ښار په مختلفو ښارونو كې د پېغمبراكرم (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم په خلاف مظاهرې وكړې.
همدارنګ د ايران په مختلفو ښارونو كې هم په زرګونو مسلمانو خلقو د احتجاجی جلوسونو په جوړولو سره د امريكائی ګستاخانه فېلم او د فرانس د مجلې د ګستاخانه كارټونونو په خلاف سختې مظاهرې وكړې او د مسلمانانو په وحدت او بېدارۍ باندې یې تاكيد وكړ.
د رارسېدلو رپوټونو له مخې د پېغبراكرم (ص) په مقدس شان كښې د مريكائی ګستاخانه فېلم او فرانسوی كارټونونو په خلاف په ايران،تركیې، سوډان، مصر، يمن، تيونس، بنگلاديش، ملېشيا، انډونېشيا، پاكستان، افغانستان، هند، تائيلنېډ، عراق، مراكش، سوریې، لبنان، كويت، نايجېریې، كېنيا، مالی، نيجر، اسټرېليا، برطانیې ، آمريكې، فرانسې ، بلجيم او داسې نورو هېوادونو كښې د دغو ګستاخيو په خلاف سختې مظاهرې روانې دی.
1110236
captcha