IQNA

بروجردی: اسلامی ايران دښمنانو ته له ګاونډيانو سره د رابطود خربولو اجازت نه وركوی

16:51 - October 10, 2012
د خبر لمبر: 2429538
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا د بهرنی سياست د كميشن مشر علاءالدين بروجردی د دې خبرې په كولو سره چې له ګاونډيو هيوادونو سره د اړيكو د سوئې لوړتيا د اسلامی ايران د بهرنی سياست لومړيتوب دی
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا د بهرنی سياست د كميشن مشر علاءالدين بروجردی وويل، دا په داسې حال كې دی چې امريكا، انګلستان او صهونيسټ رژيم له ګاونډيو هيوادونو سره د ايران د اړيكو د خرابولو لپاره هڅه كوی.
د ايران د اسلامی شورا د بهرنی سياست د كميشن مشر علاءالدين بروجردی د ايران او آذربايجان ښْو اړيكو ته په اشارې سره هم ټينګار وكړ، امريكا او اسرائيل د ايرانی ضد دریځونو د غوره كولو لپآره پر باكو ډير زيات دباؤنه اچوی خو د ايران اسلامی جمهوريت د دغو دسيسو د شنډولو لپاره به اجازه ورنه كړی. چې دښمنان له ګاونډيانو سره د ايران د اړيكو د سوئې لاره او برخليك وټاكی.
ښاغلی بروجردی هم دا راز په شام كې د ايرانيو زيارتوالو د برمتګرۍ د ختمولو لپاره د هلو ځلو دوام ته په اشارې سره زياته كړه ترلاسه شوی خبرونه ښئ چې ټول ۴۸ زيارتوال سالم دی.
1117306
captcha