IQNA

ايت الله كاشانی د نړۍ ټول مسلمانان له اسلامه ملاتړ ته راوبلل

16:34 - October 26, 2012
د خبر لمبر: 2437899
سياسی او ټولنيزه ډله: په تهران كې د لوی اختر د لمانځه خطيب آيت الله محمد امامی كاشانی نن د اختر په لومړۍ ورځ د ټولې نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې له اسلام او د وحې له خاندان د ملاتړ په كولو سره د اسلام دوښمنان ذليل او رسوا كړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اختر د لمانځه خطيب په ډاګه كړه په داسې حال كې چې دښمنان د سپكوونكو فلمونو په جوړولو او نورو بيلابيلو دسيسو سره له اسلام سره دوښمنی كوی بايد اسلامی نړۍ له اسلام او اسلامی اساساتو ملاتړ وكړی.
ښاغلی آيت الله امامی كاشانی د نړۍ ټول مسلمانان يوالی او وحدت ته راوبلل او زياته ېې كړه په تدبير او هوښيارتيا سره بايد د دوښمنانو مقابله وشی.
د تهران د لوی اختر د لمانځه خطيب هم دا راز په نړيوال ډګر كې د اسلامی ايران اقتدار او لوړاوی ته په اشارې سره د دې هيواد خلكو ته توصيه وكړه هغه سر لوړی چې د شهيدانو د وينو په بركت ګټل شوې وساتی او د لويدیځو هيوادونو د بنديزونو په وړاندې مقاوم او يو لاس وواوسی.
ښاغلی آيت الله امامی كاشانی زياته كړه د ټولنې د ستونځو حل د ټولو دنده ده او د ايران د اسلامی جمهوری نظام د سرلوړۍ په خاطر بايد يوالئ په خپله اجنډا كې راولو او اقتصادی ستونځې هم په جديت او هوډمنتيا سره حل كړو.
هغه په دې اړه څرګنده كړه خلك او مسئولين بايد له هغو نعمتونو چې د ايران په داخل كې شته ګټه پورته كړی او خپلې ستونځې پرې حل كړی .
1126284
captcha