د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په بندرعباس كښې د ايران د پوځ د سمندری ځواك د متخصصانو او قوماندان د هڅې د درنښت په دستورو كښې وويل د ايران د سمندری ځواك زړور، هوشمند او میړانی بچيان د هيواد د موجوديت، شرف او عزت د دفاع كولو په ترڅ كښې د سيمې او د بشری ټولنې لپاره د امنيت او سولې پيغام رسونكی دی.
ښاغلی احمدی نژاد د فارس خليج د امنيت په رامينځته كولو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت وس ته په اشارې سره وويل ايران د خپلو سيمه ايزو ځواكونو او توان په كارولو سره په سيمه كښې د امنيت د تثبيتولو قدرت لری او خارجی هيوادونه چې په هرې انګيزې او تظاهر سره په فارس خليج كښې د امنيت د رامينځته كولو ادعا وكړی برياليتوب ته نشی رسيدلی.
1127304