IQNA

په پيريس كښې د ميانمار مسلمانانو په ملاتړ كښې سوله غوښتونكو، مظاهره تر سره كړه

6:59 - November 12, 2012
د خبر لمبر: 2446519
نړيواله ډله: د فرانسې په پلازمينې پيريس كښې په سلګونو سوله غواړو په برما يا ميانمار كې د افراطی بودايانو په لاس د روهينګيائی مسلمانانو د عامې وژلې په ضد، په اقدام كې د نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهره تر سره كړه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «saphirnews»، یې نقلوی چې مظآهره چيانو د ميانمار د افراطی بودايانو په لاس په وروستيو حملو كې د زرګونو مسلمانانو وحشيانه وژلې او د لسګونو زره نورو اجباری كډواليدا ته د نړيوالو ټولنو د پام د جلبولو په موخې سره مظاهره ترسره كړه.
دغه مظاهره د پيرس د ـ پمپيدو «George Pompidou» مركز مخې ته تر سره شوه.
د ميانمار د روهينګيا مسلمانان چې د خوړو او درملو د كمښت له امله كړیږی، په دغه هيواد كې د روانو تاؤتريخوالو د ختمولو په خاطر د ميانمار پر حكومتی چارواكو د نړۍ د مشرانو او نړيوالې ټولنې د دباؤنو د زياتولو غوښتنه كوی.
1135174
captcha