د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Saudi Gazette»، ورځپاڼی یې نقلوی چې د ملګرو ملتو د سرمنشی ويندوی د راخين صوبې بد وضيعيت ډير اندیښمنونكی وباله او زياته ئې كړه په لسګونو زره خلكو د سمندر له لارې تښتې ته مخه كړې او په دې زمينې كې ډير بد راپورونه رارسيدلی دی. د ملګرو ملتو د سرمنشی ويندويی نسير كی د مسلمانو كډوالو د كشتۍ نسكوريدا ته په اشارې سره هم وويل مرستندويه ځواك څه د پاسه څلویښت كسان ژغورلی دی.
د ملګرو ملتو د سرمنشی ويندوی له ميانماره د لسګونو زره عامو مسلمانانو د پولو له لارې بهر ته تښتيدا ته په اشارې سره وويل د ميانمار له ګاونډيو هيوادونوغواړو خپلې پولې دې د كډوالو پرمخ پرانيزی.
1137462