IQNA

سيد حسن نصرالله د غزې له فلسطينيانو څخه د اسلامی او عربی هيوادونو د پراخ ملاتړ غوښتنه وكړه

8:41 - November 16, 2012
د خبر لمبر: 2449002
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ مشر حسن نصر الله د غزې تړانګې په بې دفاع فلسطينيانو د صهيونيسټ رژيم حملې وغندلې. او دا یې د نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزی وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټيلی ويژن یې نقلوی چې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله بیګا په يوې وينا كښې چې د ویډيو كانفرنس په بڼه خپره شوه د فلسطين په غزې تړانګې د صهيونيسټ رژيم د حملو په غندلو سره د غزې له هستوګنه فلسطينيانو څخه د اسلامی او عربی هيوادونو د پراخ او حقيقی ملاتړ غوښتنه وكړه.
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر دې ته په اشارې سره چې صهيونيسټ رژيم په خپلو حملو كښې هیڅ پلمې ته ضرورت نۀ لری وويل د صهيونيسټ رژيم نيواكګرو په كنایې او اشارې سره د فلسطين د مقاومت ډلو په دفاعی قدرت اعتراف كړے دے.
د لبنان حزب الله غورځنګ مشر ټينګار وكړ د صهيونيسټانو د حملو په ځواب كښې په اسرايلو د فلسطينی ډلو توغندوی حملې د فلسطين د مقاومت ډلو د قدرت ښودنه كوی.
ښاغلی حسن نصرالله ټينګار وكړ اسرائيل غواړی د سيمې لومړيتوبونه بدل كړی او له دغه كار څخه د ځان لپاره ګټه پورته كړی.
هغه وويل ټول عرب هيوادونه بايد په غزې د اسرايلو د تيريو د دوام د مخنيوی لپاره ملګرتيا وكړی.
1138196
captcha