د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د مركزی اسيا له برخې یې نقلوی، په اذربايجان كښې د پاكستان سفير«عنايتالله كاكر»، اذربايجان سره په اړيكو لرلو او د اسلامی حوزې د زده كوونكيو په تبادل باندې ټينګار وكړی.
عنايتالله كاكر د جمعې په ورځ د ليندې د مياشتې په 17 نیټه څرګندونه وكړه: په پاكستان كښې د اسلامی علمونو ډېر ښې موسسې شته چې په هغو كښې يوه په اسلام اباد ښار كښې ده چې لوی اسلامی پوهنتون دی.
هغه زياته كړه: كه د اذربايجان حكومت تيار وی چې د اسلامی كلتور په پراختيا كښې مونږ سره مرسته وكړی نو د دې هيواد محصلان كولې شی چې د پاكستان په اسلامی مؤسسو كښې زده كړې وكړی. او مونږ د اذربايجان له دولته هم دا هيله لرو.
1150148