IQNA

صالحی: استادان د عمومی افكارو په خبرولو كښې ستر رول لری

20:44 - December 10, 2012
د خبر لمبر: 2461520
سياسی ډله: د ايران خارجه وزير ويل استادان دعمومی افكارو په خبرولو كښې ستر رول لری چې دغه رول په اوسنی پړاو كښې له بل هر وخت څخه زيات ورایښت موندلی دی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزير علی اكبر صالحی نن په تهران كښې د اسلامی ویښتيا او پوهنتونونو د استادانو په نړيوالې غونډې كښې په تيرو دريو (۳)كلونو كښې د سيمې بدلونونو ته په اشارې سره وويل د سلطې نظام هڅه كوی په چټی سياستونو او د سيمې د ځينو هيوادونو په ملاتړ سره د دغو هيوادونو په بدلونونو كنټرول ترلاسه كړی او هغه هدايت كړی خو اسلامی ویښتيا خپل اغيزونه لرلی دی .
د ايران خارجه وزير د خپلې وينا په يوې بلې برخې كښې د سوریې په و ړاندې د سياسی لارې د غوره كولو پرضرورت ټينګار وكړ او ویې ويل ترهګرو په سوریې كښې له خپلو وسله والو حملو سره په يووخت ددغه هيواد په خلكو او حكومت حملې پيل كړی دی .
د ايران خارجه وزير وويل بې مسوليته كسان د خارجی هيوادونو په پيسو سره دسوریې په پانګونو او بيخ بنايی تاسيساتو حملې كوی چې دسيمې امنيت یې له مشكل سره مخامخ كړی دی .
د ايران خارجه وزير صالحی د سوریې د كړكيچ د حل لپاره د اسلامی ايران وړانديز ته په اشارې سره ټينګار وكړ تهران خپل وړانديز مصر، سعودی عربستان، روسیې او سوریې ته وركړی دی چې محتوا یې هم د تاوتريخوالی بندول او د ملی خبرواترو پيلول دی .
د ايران خارجه وزير ملی خبرواترو ته پاې دسوریې او دغه راز دبحرين دكړكيچ دحل لپاره ترټولو مناسبه حل لاره وبلله .
1151138
captcha