د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا سيمينار د راولپنډۍ د ايران په خانه فرهنګ د كتابتون په ستر هال كښې تر سره شو د فارسی ژبی استاذه مرمن چاند بی بی د عاشوره پیښې ځانګړتياوو په بيانولو سره وويل چې د امام حسين سره د عقيدت لرونكو شمير ورځ په ورځ په زياتيدا دی او نن مونږ د دې واقعې له مقاصدو، د عاشوره پښه او د امام عزادارۍ په هكله د له زياتو معلوماتو حاصلولو ته محتاج يوو.
په سيمينار كې د جامعه الزهرا مدرسې استاذه تهنيت زهرا هم د حضرت امام حسين﴿ع﴾ او حضرت بی بی زينب﴿س﴾ فضايل بيان كړل او همدارنګ ميرمن ثناء زهرا او صدف زهرا هم د امام حسين عليه السلام په فضايلو او مصايبو رڼا واچوله او بيا ماتم او د وير مراسم تر سره شول.
د ويلو ده چې دا سيمينار د راولپنډۍ كښې د ايران دپه كلتوری مركز خانه فرهنګ لخوا تر سره شول.
1152690