د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټی وی چينل یې نقلوی چې د القطيف ښار اوسيدونكو د شعارونو په وركولو سره د ټولو هغو سياسی بنديانو د خوشی كيدا غوښتنه كوله چې په بندونو كې له محاكمو پرته شپې سبا كوی.
د بشری حقوقو د فعالانو په وينا د عربستان د آل سعود په بندونو كې د سياسی فعاليتونو په تور څه د پاسه ديرش زره كسان له محاكمو پرته بنديان دی د عربستان ښاريزو هم له كابو يو كال مخكښې راهسې د آل سعود په توپيری سياستونو او جنايتونو په اعتراضونو كې دغه راز د اصلاحاتو د راوستو د غوښتنو په مطرح كولو سره سوله ايزو مظاهرو ته مخه كړې چې تل د آل سعود رژيم مامورانو له تاؤتريخوالو او ځپونكو سياستونو سره يو ځای شوی او له امله ئې په لسګونو كسان مړه او ټپيان شوی هم دی.
1153445