د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله امامی كاشانی په دې په ټينګار سره چې د اسلام مكتب،يوازينی مكتب دی،چې نړۍ اداره كولای او نړيوالو له ظلم او ستم څخه ژغورلای شی وويل ځينی د اسلامی ویښتيا په حركت كښې د انحراف لټه كوی ،خو هیڅكله به بريالی نه شی، ځكه اسلامی ویښتيا مخ په پراخيدو ده .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب دې ته په اشارې سره، چې لويدیځ له مادې پلوه ځان سنبال كړی دی او له دې رودې په سيمه كښې د خپلو سپيرو پروګرامونو د اجرا كيدو لټه كوی وويل، د علم او صنعت په پرمختګ سره د لويدیځ دسيسې شنډولای شی.
ښاغلی آيت الله امامی كاشانی د علم،صنعت او ټكنالوژۍ په زمينه كښې د اسلامی ايران پرمختګونو ته اشاره وكړه او ویې ويل دغه پرمختګونه لكه څنګه چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود پرې ټينګار كړی دی ،بايد دوام ولری ،څو د ايران د ملت پرضد د دښمنانو دسيسې شنډی شی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د فلسطين او سوريی بدلونونو او په مسلمانانو د ليويدځوالو دباؤنو ته اشاره وكړه او ویې ويل بايد هڅه وكړو چې د فلسطين او سوريی د خلكو مشكلات ختم شی.
آيت الله امامی كاشانی همدغه راز د نړۍ د شيعه ؤ د اووم امام حضرت امام موسی كاظم (ع) د نيكمرغه زوكړې په مناسبت مباركی وويله او دهغوئ صفتونو ته په اشارې سره یې ټينګار وكړ اسلامی نړۍ بايد د ائمه اطهار(ع) په څير د سترو انسانانو د درلودلو په دليل په ځان وياړ وكړی.
1157826