IQNA

احمدی نژاد: د شيعه او سنی بحثونه مطرح كول، د شيطان كار ده

17:00 - January 24, 2013
د خبر لمبر: 2485498
د قرانی كارونو ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر وويل ټول پرګنيز، قومی او قبيله وی بحثونو د شيطان له پلوه دی او قرآن او د اسلام ګران پيغمبر له ټولو مسلمانانو بلكې د بيلابيلو الهی دينونو د پيروكارو يعنی د يهودی، مسيحی او د مځكې پر مخ د ټولو انسانانو پشمول د ټول بشريت لپاره دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د اسلامی هيوادونو د وسله والو ځواكونو د قرآن كريم د لومړنۍ نړيوالې سيالۍ په پايزو دستورو كښې د قرآن د آيتونو د سم تفسير په ضرورت او اهّميت په ټينګار سره وويل د قرآن كريم تلاوت او حتی په قرآن كې تدبير ځانته په دې ډول چې بايد انسان نيكمرغۍ او حقيقی كمال ته ورسوی او دغه مقام ته د رسيدا لپاره ټول انسانان يوه داسې چا ته اړتيا لری چې د قرآن كريم حقيقت په سمه توګه بيان كړای شی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد روښانه كړه د ناقصو انسانانو له خوا له قرآنه بيلا بيل ناسم تفسيرونه او ناسم اخستونونه د مشكلاتو درامينځةكيدا سبب كیږی . نن سبا صهونيسټ رژيم په دوكو او دروغو سره پر ځينو مسلمانو ډلو مسلط شوی دی او مسلمانان له دغه نيواكګر رژيم سره په چلند كې له قرآنه د ناقص او بيلابيلو تفسيرونو او اخستونونو په دليل له ګډوډی سره مخامخ شوی دی
ښاغلی احمدی نژاد روښانه كړه دا په دې معنا نه ده چې قرآن كريم پر مسلمانانو د مستكبرانو او صهونيسټانو د سلطې خنډ نشی كيدلی بلكې مفهوم ئې دا دی چې يوازې قرآن ته په تمسك سره نه يوازې د نيكمرغۍ څوكو ته نشو رسيدلی بلكې بايد داسې څوك وی چې د قرآن حقايق هماغه شان چې دی تر لاسه كړی .
انسانان له پيغمبر اكرم وروسته د يوه اسې بشپړ انسان پيروۍ ته اړتيا لری چې د پيغمبر اكرم له جنسه او پخپله د هغه بزرګوار په شان وی .
ډاكټر احمدی نژاد په دې خبرې په تينګار سره چې اسلامی نړۍ نن سبا له بل هر وخته زيات وحدت او يووالی ته اړتيا لری وويل خداوند متعال وحدت ته د رسيدا لاره په الهی رسۍ د مونګولو په ښخولو سره ښودلې ده
1177074
captcha