IQNA

كاظم صيديقی: د ايران ملت، سوله ايز اټومی فعاليتونه خپل يقينی حق ګڼی

18:05 - March 01, 2013
د خبر لمبر: 2504132
د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی وويل د ايران ملت سوله ايز اټومی فعاليتونه خپل رښتينې حق ګڼی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی د قزاقستان په پلازمينې الماتې كښې د ايران او پينځه جمع يوې ډلې د خبرو اترو ترسره كيدا ته په اشارې سره وويل د ايران د اسلامی جمهوريت دریځونه ثابت دی ځكه چې د ايران ملت د علمی او صنعتی استفادې لپاره سوله ايز اټومی فعاليتونه مسلم حق ګڼی او له هیڅ هيواد څخه نه ويریږی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په قزاقستان كښې د ايران او پينځه جمع يوې ډلې د خبرو اترو په باره كښې وويل په دغو خبرو كښې د پينځه جمع يوې ډلې دریځونه د تير وخت په نسبت ښه او واقعيت ته نږدی وو .
هغه د امريكا د ولسمشر باراك اوباما څرګندونو ته په اشارې سره چې ويلی یې وو ايران ته به اجازه ورنكړی چې اټومی وسلې ترلاسه كړی ټينګار وكړ د ايران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د فتوا او څرګندونو او دغه راز د اسلام دين د فتوا پر اساس د ايران د اسلامی جمهوريت د اټومی وسلو د جوړولو هڅه نه كوی ځكه چې د اټومی وسلو جوړول د بشريت پر ضد جنايت دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی وويل كه چيرې د ايران اسلامی جمهوريت د اټومی وسلو دجوړولو اراده ولری هیڅ هيواد حتی امريكا نشی كولای چې دايران داسلامی جمهوريت مخه ونيسی .
ښاغلی حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی جوته كړه د ايران ملت څلور ديرش (۳۴)كاله د دنيا د وسله والو قدرتونو په وړاندې دريدلی دی او په ايران د عراق د بعث رژيم د تپلی جنګ په شمول د دښمانانو ټولې دسيسې یې په برياليتوب سره ناكامه كړی دی.
هغه د سوله ايزو اټومی فعاليتونو د بندولو په بار ه كښې هر ډول وړانديز د ايران د ملت له نظره رد شوی وباله او ټينګار یې وكړ هیڅ حكومتی مقام به په دې زمينه كښې د ساز باز حق ونلری.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز د ايران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د ځمكنی ځواك د پيامبر اعظم اته (۸) پوځی مانورې په بريالی ډول ترسره كيدا ته په اشارې سره وويل د دغه مانورې پيغام د ايران د ملت اقتدار او پوځی پرمختګونه وو چې دښمنان یې ناهيلی كړی دی.
هغه د ايران د دغه پوځی مانورې بل پيغام د اسلامی ايران هغو دښمنانو ته خبرداری وباله چې په ايران د تيری فكر لری او ټينګار یې وكړ هغوې بايد پوه شی دايران ملت به دټولو تيریګرو قدرتونو په وړاندې ودریږی او دتيرو وختونو په شان به بريالی شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د سيمې هيوادونو ته د سولې او امنيت پيغام دايران دپيامبر اعظم اته پوځی مانورې بل پيام وباله او ویې ويل د ايران اسلامی جمهوريت په سختو وختونو كښې كولای شی دسيمې دملتونو په څنګ كښې ووسی ځكه چې اسلامی ايران دسيمې دهيوادونو په وړاندې رغنده او له خير څخه ډك نيت لری.
1196792
captcha