قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الفجر» ویب پاڼې نه په نقل، د تکفیری ترهګری ډلې داعش یوې بیانیه د فیس بک په پاڼه خپرولو سره د قدس مسیحیانو نه غوښتنه کړی چې زر تر زره دا سیمه خالی کړی.
په دې بیانیه کښې چې قدس په سیمه کښې خپره شوی مسیحیان کافر ټاکلې شوی او هغې ته مهلت ورکړی شوی چې د رمضان تر اخیره پوری دا ښار ترک کړی.
داعش د دې ښار مسیحیانو ته ګواښ ورکړی چې که دې غوښتنې ته توجه ور نکړی نو د وړوکی اختر په ورځ به د هغې سرونه پرې کړی، «میشل صباح» قدس کښې د لاتین کلیسا اسقف وویل: د داعش بیانیه چې د شرقی قدس کښې خپره شوی مسیحیان یی ویرولی دی.
هغه زیاته کړه: که دا ګواښ ریښتونې وې نو هغې ته هرکلی وایو او مونږ ترې نه وېرېږو مونږ به پخپله ځمکه اوسېږو.
اسقف صباح له دې نه پس د قدس مسلمانانو او مسیحیانو نه خپل خطاب کښې غوښتنه وکړه چې فتنه پسی نه ځې او مضطرب او نه پریشانه کېږی.
http://iqna.ir/fa/News/3320400