IQNA

په عراق کې د حسینی اربعین د قرآني تمځایونو د منظمولو چمتووالی

16:08 - July 27, 2026
د خبر لمبر: 3493086
کربلا او حسینی اربعین
ایکنا- د حضرت عباس (ع) د سپېڅلي حرم د قرآن علمي ټولګې په عراق کې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د اربعین د قرآني تمځایونو د تنظیم لپاره مقدماتي غونډه ترسره کړه.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «الکفیل» له ویبپاڼې ئې نقل کړیراغلي دي، دا غونډه د اربعین د قرآني تمځایونو د پروژې د پیل لومړنی چمتووالی و، چې د نجف د قرآن کریم له مرکز سره په همغږۍ د اربعین د پلي تګ پر مهال د کربلا مقدس ښار ته د زائرانو د سفر هم‌مهاله ترسره کېږي.

غونډه د پروژې د مسؤلینو له ډلې شیخ مهدي قلندر په وینا پیل شوه. هغه د اربعین په شپو ورځو کې د میداني فعالیتونو د څرنګوالي، اړوندو لارښوونو او د زائرانو ترمنځ د قرآني فرهنګ د خپرولو لپاره د قرآني تمځایونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په ایجنډا کې د پروژې د اداري لارښوونو او د عملي کولو د میکانیزمونو ارزونه شامله وه.

وروسته د نجف اشرف د قرآن علمي ټولنې د تلاوت د څانګې مشر محمد علي رشید د اربعین د قرآني تمځایونو د عملي فعالیتونو د څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او د کیفیت او فعالیتونو د ارزونې د څانګې مسؤل نعمه الاسدي د کیفیت د تضمین لپاره ټاکل شوي معیارونه او اجرایي کړنلارې تشریح کړې.

محمد علي رشید وویل: «په دې غونډې کې د قرآني تمځایونو د پروژې مسؤلینو او څارونکو ګډون کړی و، چې په ټولیز ډول  د قرآن ۳۵ښوونکي او قاریان وو.»

هغه زیاته کړه: «دغه کسان به   په  نجف ښار او شاوخوا سیمو کې د اوو قرآني تمځایونو اداره او څارنه پر غاړه ولري، او د اربعین د مراسمو پر مهال به د امام حسین (ع) زائرینو ته بېلابېل قرآني پروګرامونه او فعالیتونه وړاندې کوي.»

دا غونډه د نجف د قرآن مرکز د دې ژمنتیا څرګندونه کوي چې د اربعین په شپوورځو کې منظم او بشپړ خدمات وړاندې کړي، د قرآني تمځایونو د پروژې د ګډونوالو چمتووالی لوړ کړي او د مرکز د تصویب شوې تګلارې له مخې د دغو تمځایونو د مدیریت څرنګوالی روښانه کړي.

د یادونې وړ ده چې د اربعین د میلیوني زیارت پر مهال د قرآني تمځایونو پروژه هر کال د اربعین د پلي تګ په اصلي لارو کې ترسره کېږي، چې پکې قرآني محفلونه او د قرآن کریم د صحیح تلاوت د زده کړې ځانګړي پروګرامونه جوړېږي. دغه تمځایونه هر کال د قرآن زده کړې ته د لېواله زرګونو زائرانو، د ماشومانو او بې‌سوادو کسانو هرکلی کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4366210

captcha