IQNA

په قطر کې په جوماتونو کې د قرآن کریم د اوړي د زده‌کړې ګډ پروګرام پیل شو

18:51 - July 30, 2026
د خبر لمبر: 3493102
قرآنی زده کړې
ایکنا- د قطر د اوقافو او اسلامي چارو د وزارت د دعوت او ارشاد څانګې د هېواد په ۱۲ جوماتونو کې د قرآن کریم د اوړي د زده‌کړې ګډ پروګرام پیل کړی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «الرایه» له قوله خپور شوی راغلي دي، له ۱۳۰۰ څخه ډېر زده‌کوونکي د قطر د ۲۰۲۶ کال د اوړي په قرآني مرکزونو کې ګډون کوي.

دا پروګرام د داسې ښوونیز او روزنیز چوکاټ له مخې ترسره کېږي چې د قرآن کریم زده‌کړه له فرهنګي، ښوونیزو او هدفمندو تفریحي فعالیتونو سره یوځای کوي، څو زده‌کوونکي د اوړي له رخصتیو څخه په غوره توګه ګټه واخلي او له قرآن کریم سره ئې اړیکه لا ټینګه شي

دغه پروګرام د ګډونوالو د عمرونو او علمي او قرآني کچې له مخې په څو پړاوونو کې عملي کېږي، څو د هغوی متوازن شخصیت وده وکړي او اسلامي ارزښتونه پکې پیاوړي شي.

د قطر د اوړي قرآني مرکزونه خپل ښوونیز پروګرامونه په دوو برخو کې وړاندې کوي:

لومړۍ برخه «ابجد» نومېږي چې د پنځو تر نهو کلونو ماشومانو لپاره ځانګړې شوې ده. په دې برخه کې د عربي الفبا، د قرآن د صحیح لوست مهارتونو او د لنډو سورو د حفظ او تلاوت زده‌کړه ورکول کېږي.

دوهمه برخه « په قرآن ماهر» نومېږي او هغو کسانو ته ځانګړې شوې چې د قرآن کریم یوه برخه یې حفظ کړې او غواړي خپلې قرآني وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

دغه پروګرام هم دوه برخې لري؛ لومړۍ برخه د هغو ګډونوالو لپاره ده چې لږ تر لږه درې یا زیاتې یا جزوې   ئې حفظ کړي وي او موخه ئې د حفظ د تثبیت، دقت او مهارت لوړول دي.

دوهمه برخه د هغو کسانو لپاره ده چې غواړي د قرآن کریم نوې برخې حفظ کړي. په دې برخه کې ګډونوال د خپلې وړتیا او علمي کچې له مخې د دوو، درو، څلورو یا پنځو سپارو یا جزؤ د حفظ لپاره په تدریجي او منظم ښوونیز پروګرام کې برخه اخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4366710

captcha