د ایکنا د راپور له مخې، چې د العهد له خبري سرچینې ئې نقل کړی راغلي دي، دا کنفرانس پرون د شنبې په ورځ، د زمري په ۳مه، د لومړۍ رسمي غونډې په ترسره کېدو سره پیل شو او تر ناوخته پورې ئې دوام درلود. په دې غونډې کې د کنفرانس تنظیموونکي او ګډونوال پلاوي ویناوې وکړي.
له هغې وروسته د «لومړني روایتونه؛ د پېښې له زړه څخه رښتینې کیسه» تر سرلیک لاندې یوه غونډه جوړه شوه، چې پکې د شهیدانو یو شمېر خپلوان، ازاد شوي فلسطیني بندیان، ټپیان او له فلسطین څخه ورغلي خبریالان د جګړې د ډګرونو د پېښو په اړه خپلې مستندې شاهدۍ وړاندې کړي.
د کنفرانس د لومړۍ ورځې پروګرام د ګډونوالو د نجف اشرف په ښار کې د حضرت امام علي (ع) د سپېڅلي حرم په زیارت سره پای ته ورسېد.
د کنفرانس په دویمه ورځ نن هم ګډونوال د حضرت امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم زیارت وکړ او د حرم د شرعي متولي له لوري ئې رسمي هرکلی وویل شو .ټاکل شوې وه له زیارت وروسته د دینی عالمانو دینی ویناوې ترسره کیږي، د غرمې جماعت لمونځ د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم په انګړ کې ادا شي او په پای کې به د نجف او کربلا ترمنځ د زائرینو پر لارې د «نداء الاقصی» موکب د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.
فلسطین ته د ستنېدو د نړیوال کمپاین منشي عبدالملک سکریه وویل، دا کنفرانس په داسې استثنايي شرایطو کې ترسره کېږي چې امریکا د سیمې پر وړاندې ګواښونه زیات کړي دي. هغه زیاته کړه، د دې کنفرانس موخه دا ده چې د مقاومت پر دوام ټینګار وشي او د حضرت امام حسین (ع) د مظلومیت او د هغو کړاوونو ترمنځ اړیکه روښانه شي چې مقاوم ملتونه، په ځانګړي ډول د غزې تړانګه، ورسره مخ دي.
https://iqna.ir/fa/news/4365986