ایکنا- د قرآن کریم یو تکړه او غوره استاد او قاري، په دې په ټينګار سره چې د حسینی اربعین د ستر میلیوني پلي لاریون پراخ ظرفیت باید یوازې د قرآن کریم د تلاوت د محفلونو په جوړولو پورې محدود نه شي، وویل: قاریان باید د قرآن کریم د تفسیر، تدبّر او قرآني بنسټونو د پېژندنې پر مټ، د عاشورا پیغام نړیوالو مخاطبانو ته بیان کړي؛ ځکه نن سبا نړۍ تر بل هر وخت ډېره د حق، عدالت او د ظلم پر وړاندې د مبارزې په دفاع کې د قرآن کریم د منطق اورېدو ته اړتیا لري.
د حضرت امام حسین (ع) د اربعین پليمیلیوني لاریون په وروستیو کلونو کې د نړۍ په یوې ترټولو سترې دیني غونډې بدل شوی او د معنوي اړخونو ترڅنګ ئې د قرآن کریم او اهلبیتو (ع) د معارفو د بیانولو لپاره هم بېساری فرصت برابر کړی دی.
د قرآن کریم ممتاز او غوره استاد او د قرآنی چارو قاضي ، محمد کاظمي، له ایکنانیوز سره په مرکې کې د دې سترې غونډې په تړاو د قرآني ټولنې د رسالت په اړه خبرې وکړې او ټینګار ئې وکړ چې د حسینی اربعین قرآني پروګرامونه باید یوازې له تشریفاتي او آییني لیدلوري ووځي او د عاشورا د غورځنګ د قرآني بنسټونو د بیانولو پر لور حرکت وکړي.
قاري باید «د قرآن ژبه» وي
دغه قرآني استاد د حسینی اربعین په مراسمو کې د قرآني فعالیتونو یوازې د تلاوت تر محافلو محدودېدو باندې نیوکه وکړه او وې ویل: د قرآن کریم تلاوت ارزښتناک او نه انکارېدونکی مقام لري، خو د قرآن د قاري رسالت یوازې د الهي آیتونو په لوستلو پورې نه محدودېږي. قاري باید د قرآن ژبه وي؛ یعنې د قرآن مفاهیم، بنسټونه او منطق مخاطبانو ته بیان کړی شي.
د قرآني چارو دغه تکړه قاضی د قاریانو د علمي کچې د لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه: دغه مقام ته رسېدل یوازې د غږ او لهجې په پیاوړتیا سره ممکن نه دي. قاري باید د قرآن کریم څ خه له تفسیر، په آیتونو کې له تدبر او د قرآن له حفظ سره ژوره اړیکه ولري، څو د تلاوت ترڅنګ الهي پیغام هم خلکو ته منتقل کړای شي.
حسینی اربعین؛ د قرآن د معارفو د وړاندې کولو تر ټولو غوره فرصت
کاظمي د قرآني معارفو د منتقلولو لپاره د حسینی اربعین بېساري ظرفیت ته په اشارې سره وویل: په دې ستره غونډه کې د بېلابېلو ذوقونو، کلتورونو او ملیتونو خلک د امام حسین (ع) د مینې پر محور سره راټولېږي. همدا ځانګړنه اربعین د قرآن کریم د معارفو د وړاندې کولو لپاره په تر ټولو غوره فرصت بدلوي.
https://iqna.ir/fa/news/4368130