IQNA

15:31 - August 09, 2026
د خبر لمبر: 3493159

یو فرانسوي فعال د «فلسطین کاروان» د حرکت پر مهال مسلمان شو

ایکنا- یو فرانسیسی فعال سباستین،  د ترکیې په اډانه ښار کې د «فلسطین کاروان» په نوم د همپالنې په حرکت کې د ګډون پر وخت  د شهادتینو په ویلو سره مسلمان شو او د ځان لپاره ئې د «یوسف» نوم غوره کړ.

 فرانسوی فعال مسلمان شو

د ایکنا د راپور له مخې، یوسف د «فلسطین کاروان» د همپالنې په پروګرام کې ګډون کړی و. دغه کاروان خپل حرکت له بوسنیا څخه پیل کړی و. هغه خپله وینا په درود او سلام سره پیل کړه او د فلسطین له مسئلې سره د ترکیې د خلکو د ملاتړ او همپالنې له امله یې له هغوی څخه مننه وکړه.

هغه وویل چې د دې کاروان ګډونوال د ورورولۍ او همپالنې د روحیې د پیاوړتیا لپاره راټولېږي او په غزه کې د نسل‌وژنې د درولو او په لوېدیځه غاړه کې د نیواک  پای ته د رسولو پر اړتیا ټینګار کوي.

له وینا وروسته، یوسف د «الله اکبر» تکبیر چغه کړه او حاضرینو هم له خوښۍ او ځوږ څخه په ډکې فضا کې د هغه تکبیر تکرار کړ.

ګډونوال خوښ وو چې د هغه د مسلمانېدو مبارکي ورکړي او خپل ملاتړ ترې څرګند کړي.

«د فلسطین نړیوال وجدان کاروان» چې د بېلابېلو هېوادونو له فعالانو جوړ دی، په ترکیې کې د خپلو فعالیتونو له پای ته رسولو وروسته هم د فلسطین له خلکو سره د همپالنې د څرګندولو په موخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

تشرف به اسلام فعال فرانسوی در جریان حرکت «کاروان فلسطین»

دغه کاروان د جولائی په وروستیو کې د بوسنیا او هرزګوینا له سربرنیتسا ښار څخه خپل حرکت پیل کړی او پلان لري چې د اوو هېوادونو له لارې په ۲۵ شپو ورځو کې د لوېدیځې غاړې پر لور حرکت وکړي.

دغه حرکت د فلسطین له ملت سره د همپالنې د څرګندولو په موخه ترسره شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4368409

captcha