د ایکنا د راپور له مخې، چې د مصراوي له خبري وېبپاڼې ئې نقل کړی راغلي دي، نوموړي په ۸۷ کلنۍ کې، له متین څېرې او داسې غږ سره چې د قرآن کریم سره د لسګونو کلونو مینه او ملګرتیا ئې څرګندوله، د دولت یا محفل تلاوت» د پروګرام پر سټېج ودرېد او وې ښودله چې د قرآن کریم حفظ او تدریس عمر نه پېژني، او د قرآن خاوندان تل د نورو لپاره د بېلګې او الهام سرچینه وي.
شیخ عوض الفردي، چې د مصر د بحیره ولایت د ابو حمص ښار اوسېدونکی دی، د دې پروګرام پر مهال د قاضیانو له ځانګړې ستاینې برخمن شو. هغه ته د تلاوت لپاره اضافي وخت هم ورکړل شو او د داورانو یا قاضیانو پلاوي د هغه پر تجویدي مهارت، د تلاوت پر اصولو بشپړې واکمنۍ او ښکلي اجرا ستاینه وکړه.
قاضیانو نورو ګډونوالو ته هم سپارښتنه وکړه چې د دې مصري قاري له تجروبو څخه ګټه واخلي، ځکه هغه د قرآن کریم د خدمت اوږده سابقه او لوړ علمي مقام لري.
د شیخ عوض د قرآني ژوند سفر اسانه نه و. هغه په یتیمۍ کې لوی شو او د ژوند سختو شرایطو اړ کړ چې له ماشومتوبه په کرنه کې کار وکړي، چې همدې کار د قرآن کریم د حفظ بهیر وځنډاوه. خو وروسته ئې داسې پرېکړه وکړه چې ټول ژوند ئې بدل کړ؛ قرآن ئې د خپل ژوند تګلاره وګرځوله او ځان ئې د قرآن حفظ، تلاوت او تدبر ته وقف کړ.
دغه مصري سپینږیري یوازې د تلاوت په زده کړې بسنه ونه کړه، بلکې د قرآني علومو، د تجوید د قواعدو او د قرآن د بېلابېلو قراءتونو زده کړه ئې هم وکړه. هغه هره ورځ کابو شپږ ساعته د قرآن کریم تلاوت او تکرار ته ځانګړي کول، تر دې چې د ابو حمص له تر ټولو وتلو قرآني ښوونکو څخه شو.
شیخ عوض په خپل کلي کې د ماشومانو لپاره د قرآن کریم د حفظ یو ښوونځی د ډېر لږ فیس په بدل کې پرانیست او همدارنګه ئې د ابو حمص د التحریر جومات د امام په توګه هم دنده ترسره کړه.
هغه د کلونو په اوږدو کې د قرآن کریم ګڼ شمېر حافظان وروزل او ډېرو نورو کسانو ته یې د لوستلو او لیکلو زده کړه هم ورکړه.
دا مصري قاري د خپل خوږ، اغېزشیندونکي غږ او د تجوید پر اصولو د بشپړې واکمنۍ په خاطر ډیر مشهور شو.
نوموړي ویل چې د «دولت یا محفل تلاوت» نومې ټيلیویژني پروګرام کې ئې ګډون د خپل شاګرد شیخ احمد عامر په هڅونې سره وکړ، ځکه هغه ورته خبر ورکړ چې د دغه پروګرام د ګډون لپاره نوملیکنه شروع شوې ده.
شیخ عوض څرګنده کړه چې د تلاوت په نړۍ کې ئې ستره بېلګه د مصر نامتو او مرحوم قاري شیخ مصطفی اسماعیل دی، ځکه د هغه ځانګړی سټایل او قرآني مکتب د بېلابېلو نسلونو پر قاریانو ژور اغېز کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د «دولت تلاوت» پروګرام دوهم پړاؤ ، چې څه موده وړاندې په مصر کې پیل شوی، لا هم د مصر له بېلابېلو ولایتونو څخه د بااستعداده قاریانو د موندلو او روزلو لړۍ روانه ساتلې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4365992