IQNA

د ملایشیا د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ د تلې میاشتې  له ۱۲  تر ۱۸  ترسره کېږي

14:24 - August 01, 2026
د خبر لمبر: 3493112
ملایشیا
د ملایشیا د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو شپږشپېتم (۶۶مه)پړاؤ به د روان کال د تلې میاشتې له ۱۲ تر ۱۸ پورې ترسره شي.

د اوقافو او خیریه چارو د  ادارې  د قرآني چارو د مرکز د سیالیو د ادارې  مشر اصغر خسروي سهل‌آبادي له ایکنا سره په خبرو کې وویل، د ملایشیا د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ۶۶  پړاؤ به د روان کال د تلې د میاشتې له ۱۲مې تر ۱۸مې په کوالالامپور کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه، د قاریانو د لیږد او بلنې کمېټې او د اوقافو او خیریه چارو د  ادارې د قرآني چارو د مرکز د اعلان له مخې، سیدصادق مسلمي المشیري، چې د اوقافو د   قرآن د عمومي سیالیو د ۴۸ پړاؤ د  دویم مقام ګټونکی دی، د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي په توګه به دغو سیالیو ته واستول شي.

خسروي سهل‌آبادي د ایران د استازي د ټاکلو په اړه وویل، د ملایشیا له لوري په رالېږل شوې بلنې کې له ایران څخه د ښځو او نارینه‌وو د تحقیق قرائت په برخې کې د استازي غوښتنه شوې وه، خو د ځینو شرعي ملاحظاتو له امله د ښځینه قارئې لېږل ممکن نه دي. همدارنګه، د قرآن کریم د حفظ په برخې کې د سیال د استولو لپاره هېڅ غوښتنه نه ده شوې.

هغه د دې سیالیو د مجازي او حضوري پړاوونو په اړه وویل، په مجازي مرحلې کې به هر قاري شاوخوا دوه دقیقې تلاوت کوي، تر څو د قاضیانو له ارزونې وروسته حضوري پړاو ته د ګډون لپاره غوره شي.

د اوقافو د  ادارې  د قرآني چارو د مرکز د سیالیو د څانګې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران د استازي د لا ښه چمتووالي لپاره کوم ځانګړی پروګرام په پام کې نیول شوی، وویل: دا موضوع د سیال په غوښتنې پورې اړه لري. معمولاً یو لارښود استاد ورته ټاکل کېږي، څو د خپلو سیالیزو تجروبو پر بنسټ د سیالیو د مقرراتو او نورو تخنیکي جزئیاتو په اړه استازي ته لازم معلومات ورکړي، خو تر اوسه د ایران د استازي له لوري په دې اړه کومه غوښتنه نه ده شوې.»

https://iqna.ir/fa/news/4366922

captcha