IQNA

15:18 - August 09, 2026
د خبر لمبر: 3493157

په ترکیه کې د اوبو پر سرچینه د قرآن کریم د بې ځنډه تلاوت ۳۱ کلن دوام

ایکنا- د ترکیې په ختیځ اناتولیه کې د «ګوندوزبي» نومې د اوبو رسولو تأسیسات په داسې ځای بدل شوي چې هېڅکله پکې د قرآن کریم غږ نه خاموشېږي؛ دا یو داسې دود دی چې له څه باندې درې لسیزو راهیسې شپه او ورځ، پرته له وقفې، په کې دوام لري.

ترکیه او د قرآن تلاؤت

یکنامیږز  د الجزیرې په حواله راپور راکړی، د ګوندوزبي د اوبو رسولو د مرکز یوه چارواکي په دې اړه وویل: هغه اوبه چې په طبیعي ډول د «بای‌داغي» غره له لمنو څخه بهېږي، له کلورین کولو وروسته، چې د لوړو معیارونو له مخې ترسره کېږي، له کیمیاوي تصفیې پرته د وېش چینل ته داخلېږي. د اوبو طبیعي لېږد د هغې ځانګړتیاوې ساتي او په ورته وخت کې د انرژۍ په مصرف کې هم سپَما رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه: متخصصې ډلې په دوامدار ډول د  مرحلې په مرحلې د  ازموینو او نمونې اخیستنې له لارې د اوبو کیفیت څاري. همدارنګه د ساتنې، پاکولو او تخنیکي څارنې چارې هم شپه او ورځ ترسره کېږي، څو له سرچینې څخه د ښاروالو تر کورونو پورې روغې او او څښاک وړ اوبه برابرې شي.

د اوبو او وحې تړاو؛ د ملاطیې لپاره ویاړ!

د ملاطیې ښاروال هم په دې مرکز کې له تېرو څه باندې ۳۱ کلونو راهیسې د قرآن کریم د تلاوت دوام ته په اشارې سره ، دغه اقدام د مرکز د معنوي فضا د پیاوړتیا لامل وباله او وې ویل: د ګوندوزبي مرکز د ملاطیې ښار د طبیعي نعمتونو او دیني او فرهنګي ارزښتونو ترمنځ د تړاو یوه بېلګه ده.

په ترکیه کې پر ټولنیزو چینلونو د دغه مرکز د خپرو شویو ویډیوګانو وایرال کېدو یو ځل بیا د معنویت او عامه خدمتونو د وړاندې کولو دغه بې‌سارې ګډ انځور ته د کاروونکو پام اړولی دی؛ داسې ځای چې د ژوند اوبه د وحې د کلام له خوږ غږ سره یوځای کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4368480

captcha