د ایکنا د راپور له مخې، چې د Khamenei.ir د انګریزي برخې له قوله ئې نقل کړی راغلي دي، د کینیا سیاسي فعال بوکرنګسا اوموله د شهید آیتالله العظمی سید علي خامنهای د افکارو او دریځونو په ستاینه کې وویل چې شهید آیتالله خامنهای د مستضعفانو اتل و.
هغه وویل، د امپریالیزم ضد او د سلطې ضد مقاومت هغه نظریات چې شهید آیتالله خامنهای دود کړي، لا هم په فکري او علمي محفلونو کې ژوندی دي.
اوموله، چې د شهید رهبر د رسمي وېبپاڼې له انګریزي برخې سره ئې مرکه کړې، د دیني ولسواکۍ او لوېدیځې لیبرالې ډیموکراسۍ په اړه د شهید رهبر د نظریاتو په اړه وویل: د ډیموکراسۍ مفهوم باید یوازې د زورواکو قدرتونو په روایت پورې محدود نه وي، او نه هم باید یوازې د واکمنانو نظریات پر ټولنه واکمن وي؛ ځکه کمزوري ملتونه هم د وړاندې کولو لپاره غوره او ارزښتناک فکرونه لري.
دغه کینیايي سیاسي فعال زیاته کړه، دوی شهید آیتالله خامنهای یوازې د ایران یا اسلامي نړۍ مشر نه ګڼي، بلکې هغه د ټولو مستضعفانو، په ځانګړي ډول د نړئ د جنوب د ملتونو اتل بولي.
هغه همدارنګه د فلسطین له ملت څخه د شهید رهبر د دوامدار ملاتړ په اړه وویل، هغه تل د فلسطین د مسئلې په دفاع کې له تر ټولو ثابتقدمو شخصیتونو څخه و او د دې مسئلې په اړه ئې روښانه او ژور لیدلوری وړاندې کاوه.
اوموله وویل، په ماشومتوب کې د اسلام په اړه د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې وم، خو کله چې ئې د شهید آیتالله خامنهای له افکارو سره آشنايي پیدا کړې، د فلسطین د نیواک د حقیقت او اصلي ماهیت په اړه یې لا ښه او روښانه درک ترلاسه کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4365959