ایکنا- د سعودي عربستان د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر په باب د ملک عبدالعزیز د نړیوالوقرآنی سیالیو د ۴۶ پړاؤ مقدماتي مرحله له جمعې ورځې ، یعني د زمري دمیاشتې له ۱۶،په مکې مکرمې کې د دغو سیالیو په ځاي کې د ۱۳۳ هېوادونو د ۳۳۴ نارینه او ښځینه ګډونوالو په شتون سره پیل شوه.
ایکنا نیوز د سعودي «منبر» ورځپاڼې په حواله راپور راکړی، د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر په باب د ملک عبدالعزیز د ۴۶ نړیوالو سیالیو مقدماتي پړاو په مکې مکرمې کې پیل شوی او په دې توګه په مسجدالحرام کې پرون د وروستي پړاو ارزونې هم ترسره شوې.
د دغوسیالیو په مقدماتي پړاو کې، چې د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت له خوا ترسره کېږي، د قضاوت پلاوو د ډېر دقت او روڼتیا له معیارونو سره سم، او د هغو د نامتو نړیوالو قاضیانو تر څارنې لاندې چې د قرآن کریم د تلاوت په سټایلونو او قواعدو کې تخصص لري، د نارینه او ښځینه ګډونوالو تلاوتونه واورېدل، څو معلومه کړي چې کوم ګډونوال وروستي پړاو ته لار پیدا کوي.
د دغو سیالیو په روانې مرحلې کې د ۱۳۳ هېوادونو ۳۳۴ نارینه او ښځینه ګډونوال ګډون لري چې په پنځو څانګو کې له یو بل سره سیالي کوي:
۱. د قرآن کریم د ټول متن حفظ د اوو متواترو قرائتونو پر بنسټ او د «شاطبیه» طریقې له مخې، چې تلاوت او نظري پوهه، له غوره اجرا او د تجوید د قواعدو مراعاتول ههم پکې شامل دي؛
۲. د قرآن کریم د ټول متن حفظ، له غوره اجرا، د تجوید د قواعدو مراعاتولو او د کلمو له تفسیر سره؛
۳. د قرآن کریم د ټول متن حفظ، له غوره اجرا او د تجوید د قواعدو له مراعاتولو سره؛
۴. د قرآن کریم د پرلهپسې ۱۵ سپارو یا جزؤ حفظ، له غوره اجرا او د تجوید د قواعدو په مراعاتولو سره؛
۵. د قرآن کریم د پرلهپسې پنځو سپارو یا جزؤ حفظ، له غوره اجرا او د تجوید د قواعدو په مراعاتولو سره.
دغه وزارت لا هم خپلې ټولې اسانتیاوې د دغې نړیوالې قرآني سیالۍ د بریالي ترسره کېدو لپاره کاروي. په دغو اقداماتو کې د برېښنائي قضاوت د سیستم پلي کول، د ګډونوالو د ارزونې د عدالت او دقت د تضمین لپاره د یوه جامع او منظم چوکاټ برابرول، او همدارنګه ګډونوالو ته د بېلابېلو خدمتونو وړاندې کول شامل دي.
د ملک عبدالعزیز د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ په نړۍ کې له سترو قرآني سیالیو څخه ګڼل کېږي چې د نغدو جایزو ټوله اندازه ئې له ۱۰ میلیونو سعودي ریالو څخه اوړي.
https://iqna.ir/fa/news/4368541