IQNA

د شهید اسماعیل هنیه زوی: د پلار د قرآن د تلاوت  مجلسونه مو ډېر یادیږي

15:52 - August 03, 2026
د خبر لمبر: 3493128
اسماعیل هنیه
ایکنا- د شهید اسماعیل هنیه زوي وویل، پلار ئې په کور کې ښوونکی، لارښود، مشر، مهربان پلار او یو رښتینی ملګری و. هغه زیاته کړه: «د هغه د ښکلي غږ، د هغه د تاوده شتون، زمونږ د لیدنو او په کور کې د قرآن کریم د تلاوت د مجلسونو ډېر ارمان او  راته یادیږي.

د ایکنا د راپور له مخې چې د آناتولي خبري اژانس له قوله یې خپور کړی راغلي دي، د حماس د سیاسي دفتر د خداي بخښلي شهید مشر اسماعیل هنیه زوی  عبدالسلام هنیه،چې دوه کاله وړاندې په تهران کې د صهیونیسټي رژیم له خوا ترور شو، د فلسطین د مقاومت د دغه مشهور مشر د ژوند او شخصیت ځینې اړخونه بیان کړي دي.

د کورنۍ د ۷۵ غړو شهادت

عبدالسلام هنیه له آناتولي خبري اژانس سره په مرکې کې وویل چې د صهیونیستي رژیم له خوا د غزې پر تړانګې د جنګ کې کې، د ده د کورنۍ او خپلوانو له ۷۵ څخه ډېر غړي او د آل‌حاج له ټبر څخه ۲۵۰ کسان شهیدان شوي دي.

عبدالسلام، په داسې حال کې چې د خپلې کورنۍ د یوه لوي انځور مخې ته ولاړ ؤ، د جنګ پر مهال د خپلو شهیدو خپلوانو څېرو ته اشاره کوله.

هغه د اسماعیل هنیه درې زامن، محمد، حازم او امیر، او همدارنګه د هغه څو لمسیان وښودل، چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په ۱۰ ، د صهیونیسټي رژیم په برید کې، چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره هم‌مهاله و، شهیدان شول.

ښوونکی، لارښود او مهربان پلار

عبدالسلام خپل پلار داسې شخصیت وباله چې د پلار، روزونکي، مشر او ملګري ټولې ځانګړنې پکې راټولې شوې وې.

هغه وویل:په کور کې مې پلار ښوونکی، لارښود، مشر، مهربان پلار او یو ملګری و.

هغه زیاته کړه:د هغه د ښکلي غږ، د هغه د تود شتون، زمونږ د لیدنو او په کور کې د قرآن کریم د تلاوت  مجلسونه مو  ډېر یادیږي.

له خلکو سره پاتې شئ

عبدالسلام وویل، د پلار له مهمو سپارښتنو څخه یوه دا وه چې هېڅکله له عادي خلکو او د غزې له ساحلي کډوالو کمپ څخه، چې کورنۍ ئې هلته لویه شوې وه، ځان جلا نه کړي.

هغه وویل، پلار یې خپلو اولادونو ته تل سپارښتنه کوله چې متواضع پاتې شي، د کورنۍ اړیکې وساتي، د ټولنې خدمت وکړي، لمونځ او د قرآن کریم تلاوت ته دوام ورکړي، او د خلکو په غم او خوښۍ کې ورسره شریک وي.

https://iqna.ir/fa/news/4367559

captcha