IQNA

د برېتانیا مسلمانانو ( توندلاریتوب سره مقابله) کمپاین پیل کړی

3:47 - July 14, 2015
د خبر لمبر: 3327753
نړیواله ډله: د برېتانیا اسلامی خیریه یو شمېر انجمنو یو نوې کمپاین د توندلاریتوب او افراط ګری سره مقابله کولو په هدف شروع کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د (اینا) اسلامی نړیواله خبرونو نه په نقل، د برېتانیا یو شمېر اسلامی خیریه انجمنو یو نوې کمپاین د دې هیواد له نورو اقلیتونو همکاری سره د افراط ګری او توندلاریتوب مقابلې لپاره شروع کړی.

د برېتانیا اسلامی یوون اسلامی سازمان منتظم سلیمان نجدی، په دې اړه وویل: ټول باید له دې ستونزې (توندلاریتوب) سره مقابله وکړو او اوس د ویښتیا او هوښیاری وخت را رسېدلی.

هغه زیاته کړه: دا وروستنۍ پېښې او د افراط ګری ګواښونه که هغه په ویبپاڼه کې وې او که د خلکو نه وې راروان وخت کښې پخپله د ویښتیا او هوښیاری دعوت ورکوی.

النجدی وویل: دا کمپاین چې د برېتانیا اسلامی خیریه انجمنو مشرانو پیل کړی دې یو ډېر مهم او اثر لرونکې قدم دې چې له ترهګری سره مقابلې لپاره اوچت شوی.

هغه زیاته کړه: مختلفو ځینو اقلیتی مسلمانان، افراط ګری پېښی محکوم کوی، خو اوس وخت راغلې چې مونږ متحد او یو موټې شو.

ویلې کېږی، د برېتانیا مسلمانانو تراوسه مختلفه کمپاین د افراط ګری او ترهګری سره مقابلې لپاره چلولې دی او دا یی ړومبۍ ځل نه دی.

د برېتانیا مسلمانانو اخیرنی کمپاین د برېتانیا مسلمانانو ښځو انجمن له اړخه د« د افراط ګری په خلاف ټول سره یوو) د ولز «کاردیف» ښار کښې پیل شو.

http://iqna.ir/fa/News/3327429

captcha