IQNA

د افغانستان جهادی ځواکونه کولای شی د افغانستان د ستونځی د حل لپاره ښه منځګړی وی

6:44 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481127
نړیواله ډله:د هرات پخوانی والی، او د افغانستان د مجاهدینو یو ستر مشر «محمد اسماعیل خان »، د ۱۳۹۶ کال د کب میاشتې په ۲۴ نیټه، د هرات ولایت د شهیدانو د کالیزی د نمانځنی په مراسمو کی وینا وکړه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نوموړی د خپلو ویناؤو په ترځ کی طالبانو ته په خطاب کی له هغوی وغوښتل، چی که د کابل دولت د سولې وړاندیز ته عکس العمل نه ښیې؛ را دی شی د افغانستان له جهادی ستری کورنۍ او پرګنې سره خبری وکړی، تر څو په هیواد کی روانه جګړه او مشکلات پایته ورسیږی.
د طالبانو ډلې ویاندوی« ذبیح الله مجاهد » هم ، د اسماعیل خان د دغو څرګندونو په ځواب کی، په یوې بیانیه کی ویلی دی: طالبان؛ له ټولو هغو اقداماتو څخه چی د هیواد د اوسنیو شخړو او منازعو د رښتنی هوارۍ لپاره بڼه نیسی، قدرونه کوی. د طالبانو بیانیه
زیاتوی؛ طالبانو د تیرو ۱۷ کلونو په اوږدو کی پخپلو پیغامونو کی، په ځلونو د افغانستان جهادی مشرانو ته د احترام په کولو سره بلنه ورکړې ده، چی د افغانانو په ضد دغه جګړه کی د خلګو ترڅنګ ودریږی، ځکه چی د طالبانو له قوله بهرنی ځواکونه د افغانستان او د دغه هیواد د خلګو لپاره، د خیر نیت او اراده نه لری، او د نیواکګرو د هلوځلو په نتیجه کی، هیواد ورځ تر بلې د بحران او کړکیچ خواته کښل کیږی.
په دغه بیانیه کی زیاته شوې ده؛ اوس چی ښاغلی اسماعیل خان، د پخوانی جهادی مشرانو په استازیتوب، له دوی سره د تفاهم او خبرو اترو غوښتونکئ شوئ، طالبان هم هغو کسانو ته چی د افغانستان د نیواک د ختمولو په خاطر هڅه کوی؛ او له نیواکګرو څخه ملاتړ نه کوی؛ که جهاد شخصیتونه دی او که نور کسان، ټولو ته بلنه ورکوی، د تفاهم کولو په خاطر د طالبانو سیاسی دفتر ته مراجعه وکړی، تر څو د نیواک او جګړې د ختمولو؛ د اسلامی نظام د واکمنولو؛ او د سولې د لارو چارو د پلټلو په هکله، د اړوندو لورو نظریی وڅیړلی شی.
خو د افغانستان د نظر خاوندان پدې باره کی وایی: دا چی طالبانو لږتر لږه د افغانستان د جهاد پخوانیو مشرانو ته د دغه هیواد د نښتو
او شخړو د پایته رسولو په اړه مثبت ځواب ورکړئ؛ دغه کار دی سرته ورسیږی، دا د سولې په لور یو مثبت ګام ګنل کیږی. لیکن پدې باره کی باید څو ټکی په پام کی وساتل شی.
لمړئ: د افغانستان پخوانی جهادی ځواکونه؛ چی د شلمی پیړۍ د نویمی میلادی لسیزی په لمړیو کی، د خپلو ناوړو کړچارو په خاطر، د طالبانو د ښکارندې د را منځته کیدو سبب شول، اوس که خالص نیت ولری؛ او د ملی ګټو په منظور ګام مخته کیږدی، نه د شخصی ګټو په خاطر؛ ښه نتیجه به ترلاسه کړی.
دویم: طالبان هم؛ که د بهرنیو په تیره بیا د پاکستان له یوغ څخه ځان ایستلی وی، او له ځانه خپلواکې ولری، پدې بڼه کی به د جګړې د ختمیدو فیصدی او کچه لوړه شی.
دریم: د افغانستان پخوانی جهادی مشران او ځواکونه دی هم؛ د امریکی او حتی د افغانستان دولت تر اغیز لاندی لاړ نه شی، تر څو وکولای شی د طالبانو اعتماد لاسته راوړی، او په پای کی د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ، د منځګړی په توګه رول ولوبوی، او د حکومت او طالبانو په منځ کی د اعتماد یوه فضا را منځته شی، او هر دواړه لوری وپوهیږی؛ چی په هیواد کی روانه جګړه، په حقیقت کی د امریکی د ګټو په لاره کی ده، او د افغانستان
د حکومت او طالبانو هر دواړه لوری، یو او بل ته وعده ورکړی، چی د یو او بل له ځپلو څخه به لاس واخلی، او هر دواړه اړخونه به په ګډه، د افغانستان د راتلونکی لپاره فیصله وکړی، چی پدی صورت کی به جګړه پایته ورسیږی، او په افغانستان کی د امریکی د شتون د ادامې لپاره به، نور نو هیڅ پلمه پاتی نه شی.

 

captcha