IQNA

امریکا له طالبانو غوښتي چې له ایران سره خپلې اړیکې پای ته ورسوي

22:19 - January 14, 2020
د خبر لمبر: 3482682
نړیواله ډله: واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلافاتو له زیاتوالي وروسته امریکا له طالبانو غوښتي چې له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړي او همداراز په افغانستان کې د ځينو امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.

د ایکنا راپور له مخې، د آوا له ویبپاڼې څخه په نقل، ښاغلی حکمتیار وايي چې امریکا دا دوه اصله له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره وار له مخې شرطونو په توګه مطرح کړي او نوموړی دا شرطونه د سولې په وړاندې جدي خنډ ګڼي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه وویل:«اوس د امریکا له خوا د نویو وار له مخې شرطونو په توګه وړاندې شوي چې طالبان دې له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړي او حتا ویل کېږي چې له طالبانو یې غوښتي چې د هغوی د ځينو سرتېرو د حضور په اړه هم هوکړه وکړي.»
طالبانو تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان د سولې بهیر د ملي یووالي حکومت دوې اصلي برخې د اوربند په اړه د نظریاتو له توپير سره مخامخ کړې دي.
په داسې حال کې چې ارګ اوربند د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلولو لپاره مهم شرط بولي خو اجراییه ریاست د خبرو د پیلولو لپاره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمښت بسندویه بولي.
د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي په دې اړه وايي:«که چېرې د تاوتریخوالي کموالی د هغو معیارونو او میکانیزم پر بنسټ وي چې د امریکا او د افغانستان د حکومت لپاره د منلو وړ وي زموږ لپاره هم د منلو دی او اوربند کولای د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې مطرح شي.»
له دې سره سره د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيلولو لپاره د افغان حکومت او طالب ډلې نرمښت او نعطاف منل ډېر مهم بلل کېږي.
د افغانستان د ستراتېژيکو څېړنو د انسټېټیوټ څېړونکی حسن احساني وویل:«اړتیا ده چې نرمښت وښودل شي او دا نرمښت باید د طالبانو له لوري وښودل شي، طالبان باید د افغانستان واقعیتونه ومني.»
له بلخوا د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په امریکا کې له آکسیوس خبري ویب پاڼې سره په مرکه کې په روان کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د وروستي کېدو د احتمال خبر ورکوي، ځکه د هغه په وینا په جګړه کې د افغان دولتي ځواکونو توانمني زیاته شوې ده.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په دې اړه ویلي:«ښايي ټرمپ سږ کال له طالبانو سره موافقه لاسلیک کړي خو آن که ونه توانېږي چې هوکړې ته ورسېږي، ولسمشر تراوسه هم چمتو دی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي.»
طالبان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د تاوتریخوالي د کمښت د څرنګوالي په اړه سلامشوره کوي او په قطر کې د امریکا استازي په دې اړه د طالبانو د ځواب په تمه دي.
ویل کېږي چې د تاوتریخوالي د کمښت په هکله د طالبانو د دریځ له روښانه کېدو وروسته تمه کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راشي او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره وګوري.
https://www.avapress.com/ps/news/200709/
captcha