IQNA

په روسیې کې د ساراتوف جامع جومات د ۱۹۰ کلن ميراث درناوی وشو

6:36 - November 11, 2025
د خبر لمبر: 3491998
 ایکنا په روسيې کې په ساراتوف کې د «اسلامي تاريخي او کلتوري ميراث ؛ د جامع جومات د ۱۹۰ کلنۍ  لمانځنه» تر سرليک لاندې يو فرهنګي پروګرام ترسره شو.

  ایکنا نیوز  د muslimsaroundtheworld له قوله رآپور راکړ، د روسيې د ساراتوف ښار د جامع جومات د جوړېدو د ۱۹۰ کلنې کليزې په مناسبت، دا کلتوري  غونډه د نومبر په ۸مه،  (یعني د لړم ۱۸مه) نیټه د دغه  جومات په اصلي تالار کې د ديني او فرهنګي شخصيتونو په ګډون  سره جوړه شوه.

د «النهضه» ټولنيزې مؤسسې  مشر رستم عبدالمانوف،  په خپلو خبرو کې د ساراتوف جامع جومات تاريخ، د اسلامي ژوند د ودې پړاوونه  له اوولسمې پېړۍ څخه راپه دې خوا، او د مسلمانانو هغه  چورلیزي  رول تشريح کړ چې د ساراتوف د فرهنګي او ټولنيز هويت په جوړښت کې ئې ادا کړی دی.

دغه علمي او کلتوري سمینار  د ګډونوالو د ازادو خبرو اترو او د بېلابېلو طرحو او نظرونو له  وړاندې کولو سره مل و، د دې لپاره چې د ۱۹۰ کلنۍ رسمي لمانځغونډې ته چې په ۲۰۲۶ کال کې ترسره کېږي، پوره چمتووالی ونيول شي. دا کار د سيمې د مسلمانانو د اسلامي ميراث د ساتنې په لور د هغوی د لا زياتې ميني څرګندونه کوي.

ويل کېږي چې د ساراتوف تاريخي جومات په ۱۸۳۲ کال کې په تاتار کوڅې   سيمې کې جوړ شو، چې يو لوړ منار او د ځانګړي اسلامي سبک  او سټایل ديوالونه ئې لرل.

خو د شوروي اتحاد په پړاؤ  کې دا جومات ملي شو، مینار او ديوالونه ئې ونړول شول، او ودانۍ د نورو موخو لپاره وکارول شوه.

د شوروي اتحاد له  ړنګېدو وروسته، مسلمانانو په ۱۹۹۱ کال کې دا ودانۍ بېرته ترلاسه کړه، خو د زړېدو له امله پرېکړه وشوه چې دا ورانه شي او پر ځای ئې يو نوی جومات جوړ شي.

د نوي جومات د ودانۍ کار په ۱۹۹۵ کال کې د نوې طرحې او په لویه ساحه کې پيل شو، او دا جومات په رسمي توګه د ۲۰۰۵ کال د سپتمبر په ۲۱  د ساراتوف د مسلمانانو د مذهبي او فرهنګي مرکز په توګه پرانيستل شو.

https://iqna.ir/fa/news/4315947/

captcha