ایکنا نیوز د الجزيره له قوله رآپور راکوي، زغلول راغب النجار، دا ستر مصري عالم او د قرآن د علمي اعجاز بنسټګر، د يکشنبې په ورځ، د نومبر په ۹مه نېټه (د لړم ۱۸مه)د اردن په پلازمېنې عمان کې وفات شو ی او دغه راز ئې جنازه هم پرون دوشنبې ورځې ترسره شوې ده.
زغلول النجار په ۱۹۳۳ کال کې د مصر د الغربیه ولايت په مشعل کلي کې د نيل په ډيلتا کې زېږېدلی و. هغه په داسې کورنۍ کې لوی شو چې له علم او قرآن کريم سره ئې ځانګړې مينه لرله، او د ځوانۍ په کلونو کې يې د خدای کتاب (قرآن) حفظ کړ. وروسته يې د قاهرې پوهنتون د علومو په پوهنځي کې داخل شو او په ۱۹۵۵ کال کې ئې په جيولوجي (ځمکني علومو) کې په لوړه درجه فارغ شو.
النجار په ۱۹۶۳ کال کې د ويلز (Wales) پوهنتون څخه د پی ایچ ډي سند ترلاسه کړ او په ۱۹۷۲ کال کې د استاذۍ مقام ته ورسېد. هغه د رياض، کويت او د ملک فهد د تیلو او منرالو پوهنتون د جيولوجۍ پوهنځيو د بنسټ کيښودلو په چارو کې هم ونډه لرله.
زغلول النجار د خپل علمي ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو عربي او نړيوالو پوهنتونونو او علمي بنسټونو څخه ګڼې جايزې او تقديرنامې ترلاسه کړې. په ۲۰۰۵ کال کې د سوډان جمهوريت هغه ته د علومو، ادبياتو او هنرونو د سرو زرو مډال ورکړ.
النجار د يو پراخ علمي ميراث او د اوسمهاله اسلامي تفکر پر بنسټيز بدلون ژور اغېز پرېښود. هغه تر وروستيو شېبو پورې پر دې باور درلود چې علم بايد د ايمان په خدمت کې وي، او قرآن کريم د هدايت کتاب دی، نه يوازې د علمي معلوماتو.
د هغه د وفات له اعلانه وروسته، ټولنيزې رسنۍ د هغه کورنۍ ته د تسليت پيغامونو څخه ډکې شوې، چې دا د هغه د علمي او فکري لاسته راوړنو د پراخ شهرت او اغېز څرګندونه کوي، په ځانګړې توګه د قرآن د علمي اعجاز په برخه کې.
https://iqna.ir/fa/news/4315852