
دا په غزه کې د جنګي وضعیت له پیل وروسته لومړنی فارغ شوی ټولګی دی.
د فارغ التحصیلانو د سندونو ویشلو مراسم په لنډ، خو ډېر احساساتي شکل د پوهنتون په یوه خوندي شوې برخه کې برابر شوي وو. فارغ شویو زدهکړیالانو وویل چې دا فراغت یوازې د هغوی شخصي بریا نه ده، بلکې د غزې د ټول ملت د مقاومت او ژوند د دوام نښه ده.
د غزې د لوړو زدهکړو وزارت په وینا، د جګړې له پیل راهیسې له ۸۰ زیات د پوهنتون ودانۍ، لابراتوارونه او زدهکړییز مرکزونه په بمباریو کې نړیدلي دي.
سلګونه استادان او زدهکوونکي شهیدان شوي یا ټپیان شوي او زرګونه زدهکړیالان بېکوره شوي دي.
د ملګروملتونو د راپورونو له مخې،د غزې تعلیمي سیسټم «په بشپړه توګه تر پوځي هدف لاندې» راغلی او اوس ۹۰ سلنه تعلیمي بنسټونه غیرفعال دي.
په مراسمو کې د الاقصی پوهنتون یو استاد وویل: «موږ دودیز مراسم نهلرل، خو د دې شېبې ارزښت زموږ لپاره له هر ډول جشن لوړ وو. زموږ پیغام دا دی چې که ودانۍ نړېږي، پوهه دې نه نړېږي.»
د فارغانو کورنیو هم رسنیو ته ویلي چې دا ورځ د غم ترمنځ د هیلو نښه ده او باور لري چې زدهکړه د غزې د راتلونکي جوړولو یوازینۍ لار ده.
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166982