ایکنا – د مصر په دمنهور ښار کې په یوه کور کې په اور لګیدنې پسسې ، په دغه کور کې موجود ټول وسایل وسوځیدل اود کلام الله مجید یوه یوازینئ نسخه پکې باقي پاتې شوې ده.

ایکنانی ز د نیوز روم له قوله راپور راکړی، دغه پيښه هغه مهال پیل شوې چې د دمنهور پولیسو سټیشن په ابوریش ښارګي کې په همکف پوړ کې په یوه آپارتمان یا کور کې د لوي اور د لګیدو په باب د اوسیدونکو یو راپور ترلاسه کړی، چې په دې پسې پولیسو او شهری دفاع ماموران او ایمبولانس فوري داور لګیدا ځای ته ورغلل.
د ودانئ اوسیدونکي د تورو لوخړو په اوچتیدو سره واټونو ته ووتل او د اور وژونکي ادارې ګاډي وتوانیدل اور کنټرول کړي او د ودانۍ نورو برخو ته ئې له غزیدا مخنیوی وکړي.
دغه اور کومې مرګ ژوبلې نه درلودې ، ددغې پيښې راپور ثبت شوی او لومړنئ ارزونې ښئ چې ددغه اور لګیدنې علت د بریښنا د تارونو سره یو ځاي کیدا وه.
د عینی شاهدانو په وینا په دغې پيښې پسې ،په کور کې موجود ټول وسایل سوځیدلي او د کلام الله مجید یوازنیئ نسخه سالمه باقي پاتې شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4315565