IQNA

 عربستان د مفتی د جنجالی فتوا ځواب!

د مصر اوقاف؛ټول لرغوني مصریان مشرک نشي ګنل کیدلی

10:42 - November 10, 2025
د خبر لمبر: 3491988
ایکنا- د سعودي عربستان  د مفتي فتواګانو د خپریدا او دوامدار و جنجالونو   او د هغه څه په اوج کې  هغه د  فرعون د وخت  د وړانیو دلیدو  د حرمت په باب  وئيلي وو،د مصر د اوقافو وزارت  د لرغوني مصریانو  ددین  په باب او د دوي د هغه څه  په باب په مفصل توضیح کې  ځيني پوښنې وړاندې کړي او ټينګار ئې کړی دی،  د قرآني شواهدو په اساس، د مشترک په توګه  د ټولو لرغونو مصریانو  بلل  یوه  ناسمه فیصله ده.

ایکنانیوز د سی این این عربی چینل له قوله راپور راکړی، د مصر د اوقافو وزارت  د عربستان د نوي مفتي  صالح الفوزان د مخکینیو  فتواګانو م دخپریدا او دوامدارو جنجالونو په اوج کې  وا په هغه څه چې  هغه  د  خپلې نوي څوکئ  له ترلاسه کولو مخکې  د فرعون د زمانې د ودانیو  د لیدو په باب  په یوې مخکینئ فتوا کې وئیلي وو،  د لرغونو مصریانو  ددین  او د هغوي د هغه څه  چې دوي ئې عبادت کاوه، مفصل توضیح  خپور کړ.

 د مصر د اوقافو وزارت  په خپل رسمي ویب پاڼې کې وئيلي دي، په کلي توګه د  لرغونو مصریانو د کافر کیدا آئيډیا، په ښکاره  دلرغوني مصر د تمدن  په باب یوه غلیمانه آئيډیا  ده چې  زیاتره د ځينو  په وسیله دودیږي چې مصري له هرشي څخه پخپل هویّت کې بیزاره دي ، په تیره بیا که  دلرغوني قوم او ملت   د  احترام او ستایل  پکې وي.  ځیني بې وجدانه  کسان  په دروغو او تهمت سره ادعا کوي چې  د مصر خلک  بت پرست وو او د حضرت موسی(ع) له رسالت څخه وروسته  ئې توحید نه پيژندو. د عالمانو ترمیځ هیڅ اخلتفا  نشته چې  لرغوني مصریانو ، د نړۍ د نورو خلکو په شان هم مومنان او هم غیر مومنان خلک درلودل. د بت پرست او مشکر په توګه د لرغونو مصریانو بلل یو لوي جهل دی، بلکې مصر د حجر له  زمانې څخه (یعني له میلاد څخه  له پنځه زره تر شپږ زره کلونو مخکې پورې) ئې د قهار واحد خدای  لپاره خالص توحید وپيژند.

دم صر اوقافو وزارت  په دوام کې لیکلي دي، د پیغمبرانو شمیر او په دې نور کې د مصثر د ټاټوبی ونډه د یادولو وړ ده.

دغه وزارت په اعلامیې کې په وروستیو کې راغلي دي،د قرآن  له مطالعه کولو څخه  هغه تاریخي او دیني متنونه ښکاره دي چې د مشرک په توګه د ټولو لرغونو مصریانو بلل یوه ناسمه فیصله ده.په لرغوني مصر کې د توحید  او پر خدای باندې دباؤر ډير پلویان  موجود دي او له هغو پړاؤنو څخه ځيني  یعني د آخناتون د پړاؤ په څير له پړاوه،ځیني کسان، د اوڅاره  او ښکاره  توحیدي ګروهنو شاهد وو. پردې اساس مصر په بشپړ ډول کوم بت پرست ټآټوبی نه ؤ، بلکې  له هماغه لومړني پړاؤ څخه  ئې د واحد خداي عبادت پيژندګلوي درلوده.

https://iqna.ir/fa/news/4315647

captcha