ایکنانیوز د دنیانیوز له قوله راپور راکوي، د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په جنوبي وزيرستان کې د واڼه سيمې پر کیډېټ کالج د خوارج الهند یا هماغه د ټي ټي پي وسلهوالو ترهه ګرو بريد هڅه کړې، البته د پاکستان پوځیانو په چټک غبرګون سره ناکامه شوي دي. د نښتې په پايله کې دوه ترهګر هلاک شوي شوي او د هغوی درې نور ملګري دکالج انګڼ ته په ننوتلو کې بریالي شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره (ISPR) وايي، د «فتنه الخوارج» په نوم د هند ملاتړ لرونکي ډلې ټي ټي پی وسلهوالو ترهه ګرو پر واڼه کیډېټ کالج بريد کړی چې په موقعې د ساتونکو مامورانو له چټک غبرګون سره مخ شوي دي.
د پوځ د وياند په وينا، بريدګرو هڅه کړې د کالج د ساتنې د دېوال په ماتولو سره ودانۍ ته ننوزي، خو د امنيتي ځواکونو د چټک او مؤثر عمل له امله ئې پلان شنډ شو. د ترهګرو له لوري د چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د کالج له مرکزي دروازې سره وجنګول شو چې دروازه ونړېده او نږدې بیخ بینائیو ته تاوان ورسېد.
د آئي ایس پي آر په وينا، امنيتي ځواکونو په فوري ډزو سره دوه وسلهوال ووژل، خو درې نور ترهګر وتوانېدل چې د کالج دننه ننوځي او د اداري بلاک په ودانۍ کې محاصره شول.
د پوځ وياند زياته کړه، دا بريد د ۲۰۱۴ کال د پېښور د آرمي پبلک سکول یا ښوونځي (APS) پر ټر ژيډۍ سره يو ځل بيا هماغه شان پیښه تکار کړي ، او موخه يې دا وه چې د قبایلي سيمو پر هغو زدهکوونکو ويره خوره کړي چې د زدهکړې له لارې د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.
همدارنګه آئي ایس پي آر په اعلامی کې وئيلي دي، د کالج دننه وسلهوال د افغان طالبانو تر نفوذ لاندې له خپلو مشرانو سره په تماس کې دي او ترې لارښوونې اخلي.
د پوځ د اعلاميې له مخې، دا څرګند عمل د افغان طالبانو د هغو ادعاګانو خلاف دی چې وائي په افغانستان کې دا وسلهوال نه شته. پاکستان وايي، د خپل ملي امنيت د خوندي کولو لپاره حق لري چې د افغانستان له خاورې د فعالو دغو ترهګرو او د هغوی د مشرانو پر ضد عمليات و کړي.
داپه داسې حال کې دي چې د خبر ترمخابیره کیدا پورې په دغه کالج کې د ترهه ګرو او امنیتی مامورانو ترمینځ شخړه روانه وه او نور جزیات ئې نه دي خپره شوي.
https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/917088_1