IQNA

  د قرآن او عترت د اونۍ په مناسبت پیغام

پوهنتوني جهاد؛د قرآني کېدو په لاره کې د محصیلینو د مؤمنانه اوخلاق شتون کور

10:30 - November 10, 2025
د خبر لمبر: 3491987
ایکنا د پوهنتوني جهاد د ادارې  مشر،په پوهنتونونو کې د قرآن او عترت د اونۍ په مناسبت د يوه پيغام  په خپرولو سره، محصیلینو ته بلنه ورکړه  چې د قرآني او کلتوري فعاليتونو په ترسره کولو کې دې ګډون وکړي: پوهنتوني جهاد  په دې زمینې کې ستاسو د مؤمنانه او خلاق شتون کور دی .خپلې ايډياوې او نوښتونه د قرآن  د معارفو د خپرولو په خدمت کې وړاندې کړئ او د علم، هنر او ټیکنالوجۍ په ژبه، د وحي پيغام د ټولنې په ژوند کې راولئ. پوهه شئ چې په دې لاره کې ستاسو هر ګام ، د ايران  د قدرمن ملت  او  د اسلامی امت  د جوړولو لپاره د يوې لا روښانه راتلونکي او انساني لوړتیا لپاره یو ګام دی.

د ايکنا نیوز له راپور سره سم، د پوهنتوني جهاد د ادارې  مشر علي منتظري،پرون په دې مناسبت په پوهنتونونو کې د قرآن او عترت اونۍ، يو پيغام خپور کړ چې د هغه متن په لاندې ډول دی؛

بسم الله الرحمن الرحیم

«وَ قُرْآناً فَرَقْناهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَی النَّاسِ عَلی مُکثٍ وَ نَزَّلْناهُ تَنْزِیلاً». (اسراء/ ۱۰۶)

قدرمنو او عزتمنو محصیلینو!

په هېواد کې په پوهنتونونو کې د قرآن او عترت د اونۍ په لومړۍ ورځ او په  یو او د پیغمبراکرم(ص) د نیکمرغه زوکړې  یا میلاد  د یوزر پنخه سوه کلنې کلیزې  په مناسبت ، له غنیمته ډ ک فرصت دی چې یو ځل بیا د هدایت د سرچینې، یعنی د  قرآن اصیلي خبرو ته وګرځو؛ داسې خبرې چې د انسان حقیقت  د مادې له زندانه  د معنا څوکو ته  رسوي او ټولنه  له غفلت څخه  بصیرت ته او  له تفرقې او درز څخه وحدت  او یووالی ته او  له تم کیدا څخه پرمختګ  ولور ته بیائي .

قرآن یو کتاب دی ، د یولې متحولې ټولنې  او د اغیزشیندونکي انسان لپاره،یو داسې کتاب چې  له مونږه غواړي،څو د علم ،ایمان او عمل په  سیوري کې  خپله نړئ  بدله کړو ، اوس  د معنا او رسانئ  په پيچلي پړاؤ کې  دا تاسو پوه او خبر او ژمن  محصیلین یاستئ  چې د قرآن په ژور فهم  ، د اسلامی ماډرن  تمدن د مخکښانو په توګه د ټولنې لاره  د دبې هدفئ  او مصرف پالنې له سوئې  د عقل ، اخلاقو او  عدالت په لور هددایت کړئ .

قرآن کریم نه ویازې د تلاؤت لپاره ، بلکې د عقلانیت او د جامع مومنانه  ژوند پروګرام او د  تمدن  منشور  دی.د فکری یرغلیز ې زمانې  کې  او  پر معنا د انځورونو دغلبې په پړاؤ کې ، قرآن  او معنویت، نویوالي او  عدالت ته بیرته ستنیدا  ده .

نن سبا البته  د  تاسو قدرمنو محصیلینو پر اوږو لا لوي رسالت  اچول شوی دی؛ د قرآني  ټولنې رسالت  او  هغه راتلونکي  ته د بڼه ورکولو رسالت چې په هغه کې علم ، ایمان او  دانائي  او معنویّت  او عدالت پخپلو کې سره نغښتي دي. تاسو باید  د ماډرن اسلامی تمند پلانونکي شئ، یو داسې نسل چې په خلاقیّت او ایجاد سره  د پوهې ، ټيکنالوجۍ ،هنر او کلتور  په چوکاټ کې  د وحي لوړ مفاهیم  جاري کړئ او پوهنتون  د ایمان او پوهې  دځیدا په ډګر  بدل کړئ.

راځئ ددغه آیت شرف إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِی لِلَّتِی هِیَ أَقْوَمُ» (اسراء/۹) په سیوري کې خپله لاره ولټوو او د وحي د کلام په سیوري کې د یوه پرمختللي او قرآنی ایران  بنیاد تل پاتې کړو  

 په الهی فضل سره پوهنتوني جهاد اداره  په دې لاره کې ستاسو خپل کور دی؛

 د ایمان او علم  او نویوالي او معنا لپاره  یو کور

 دپوهنتوني جهاد د ادارې مشر علی منتظري

https://iqna.ir/fa/news/4315646

captcha