
د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي نن په یولړ څرګندونو کې د طالبانو ډلې او د اشرف غني دحکومت د سولې د خبرواترو بهیر د امریکا او پاکستان ترمینځ یوه معامله بللې او وئيلي ئې دي، دغه شان معامله له افغانستانه د شوروي د وتلو په وخت هم د پاکستان او امریکا ترمینځ شوي ، چې دافغانستان ولس ئې په روانه بدبختۍ اخته کړي دي .
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې،ددغه هیواد ولس د جنګ جګړو پاي او دسولې او اوربند ټينګیدا غواړي ، نه داسې سوله چې امریکا ئې نیّت لري ، ددغه هیواد پر ولس ئې وتپي .
حامد کرزي په قطر کې د طالبانوډلې ا و د افغان حکومت دسولې خبرواترو ته په اشارې سره ټينګار کړی،ددغو خبرواترو تر شا باید هیڅ ډول معماله وجود ونه لرل شي .
ډيری شناندي او کارپوهان وائي،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هڅه کوي، د امریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو په درشل کې په زور او دباؤ سره یوه داسې سوله پر افغان ولس وتپي،چې د انتخاباتو په بریالیتوب کې ورځيني پخپله ګټه استفاده وکړائ شي .