IQNA

د افغانستان دسولې دخبرواترو د بندون د ختمیدا په باب ګمانونه

21:01 - November 23, 2020
د خبر لمبر: 3483827
تهران (ایکنا) - اصلي اختلاف له هغه ځایه پیل شوی چې طالبانو له امریکا سره ددغې ډلې د سلوې د موافقې په اساس ګرځولو چې څومیاشتوې مخکې په دوحې کې لاس لیک شوي،ټينګار درلودل پیل کړل . خو د افغانستان د اسلامی جمهوریت پلاوي دا ونه منله . په همدې دلیل په تیرو وروستیو څو اونیو کې خبرې اترې بندون ته وکاږل شوې او د دواړو پلاؤ او د تماس ټیمونو لیده کاته ودریدل .

افغان سرچینو  د قطر په دوحې کې  د  بین الافغاني خبرواترو  کې د بندون د ختمیدا خبر ورکړی  دی .د افغانستان طلوع نیوز خبری چینل  پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي،چې د دوحې د سولې په خبرواترو کې  بندون  ختم شوی دی  او د افغان حکومت او طالبانو ډلې مرکچي ټيمونه   موافقې ته رسیدلي دي .
ددواړو مرکچي ټيمونو  غړو،که څه هم د شوي موافقې په باب په رسمي توګه څه نه دي وئيلي،خو  یو شمیر افغان  چارواکو او د ګوندونو او ډلو ټپلو  یو شمیر مشرانو  په دې اړه  غبرګونونه  درلودلي دي .
 دافغانستان د سولې د خبرو اترو دبندون دختمیدا په باب  دمطرح شوو ګمانونو په باب څو ټکو ته اشاره کیدلی شي .
 لومړی ټکی ئې دا چې  دقطر په دوحې د افغانستان د سولې خبرې اترې د تیرې وږي  د میاشتې په  ۲۲نیټه پیل شوي دي،خو د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ددغو خبرواترو  له دوو میاشتو په تیریدا سره تر دې دمه  دغه خبرې اترې  د خبرواترو دلارې دنقشې  په باب ددواړو لورو د نظرونو د ځينو اختلافاتو په دلیل   بې نتیجې  دی .په بله وینا،  اصلي اختلاف  له  هغه ځایه پیل شو چې طالبانو  له امریکا سره ددغې  ډلې د سلوې د موافقې په اساس ګرځولو چې څومیاشتوې مخکې په دوحې کې لاس لیک شوي،ټينګار  درلودل پیل کړل . خو  د  افغانستان د اسلامی جمهوریت  پلاوي  دا ونه منله . په همدې دلیل   په  تیرو وروستیو څو اونیو کې  خبرې اترې بندون ته وکاږل شوې او   د دواړو پلاؤ او دتماس  ټیمونو لیده کاته ودریدل.
 دوهم ټکی دا چې ،  د خبرواترو د  بهیر په اوږدیدو او د لورو ترمینځ د موافقې په نه کیدو پسې ، په افغانستان کې تاؤتریخوالي او وژلې زیاتې شوې . دم ګړۍ وئیل کیږي ، د افغانستان په ۲۴ولایتونو کې  د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ  جنګ لازیات شوی  او دغه راز  د دواړو لورو حتی د عامو خلکو  مرګ ژوبلې ډيرې زیاتې شوي دي .د افغانستان حکومت  او حتی امریکائي چارواکو طالبان  له امریکا سره  ددغې ډلې په موافقې کې  د شوو ژمنتیاؤ  په نه رعایتولو تورن  کړل . پر دې سربیره ، دافغانستان حکومت  په همداوروستیو کې  له ملګروملتو  غوښتي چې  دطالبانو ډله دې هماغه شان د ترهه ګرو ډلو  په لیست کې وساتي .
   دریم ټکی دا چې  د  افغانستان ځینو خبری سرچینو  پرون  دا تائيد کړې ده د قطر په دوحې کې  د افغانستان د سولې په خبرواترو کې رامینځةشوی بندون ختم شوی دی  او د افغانستان د اسلامی جمهوریت  او طالبانو ډلې مرکچي ټیمونه  موافقې ته رسیدلي البته رسما ئې په دې باب څه  نه دي وئيلي ، خو ځینو ځاي رسندویو  په وینا ،مرکچي ټيمونه سره پخلاشوي دي ، چې  د امریکا او طالبانو موافقه ، ، دافغانستان د سولې  په وړانډې  د  دملګروملتو دریځونه ، د مرکچي ټيمونو ژمنتیا او د افغانستان د ولس اراده ،  د سولې دخبرواترو اساس وګرځوي . په دې مینځومیان کې  وئیل شوي ، د  افغانستان د   حکومت  د مرکچي ټيم مشر معصوم ستانکزئ او د اشرف غني سلاکار سلام رحیمي  په یوه نه اعلان شوي سفر  کې  په کابل کې دي څو په دوحې کې د پلاؤ  ترمینځ  له شوي موافقې څخه د اشرف غني  ملاتړ ترلاسه کړي . او بله خبره  دا چې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هم قطر ته تللی دی .
 دپاکستان لومړي وزیر عمران خان  هم تیره پنجشنبې ورځې  کابل ته سفر کړی  او  ددغه سفر  دخبرواترو اصلی چورلیز هم  د افغانستتان د سولې  موضوع  وه .   او د افغانستان د سولې له بهیر ئې د پاکستان دبشپړ ملاتړ  خبره هم کړې ده .
په هر حال  که د افغانستان د سولې په خبرواترو کې بندون ختم شوي  وي ، نو  دغه موافقه  کابل  ته دپاکستان د لومړي وزیر  سفر او قطر ته د امریکا دخارجه وزیر د سفر  په یووخت والي سره ترلاسه شوې ده .
 هغه ټکي چې  اشاره ورته شوي باید ووئیل شي ، چې  د افغانستان د ملی امنیت د ادارې پخواني مشر رحمت ا.. نبیل  هم په همداوروستیو کې وئيلی دي ، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو   تماس ډلې  د سولې د  خبرواترو د چوکاټ په توګه  د یوې نولس ماده ایزې ایجنډا په سر سره  پخلاشوي دي .ډیری شناندي او کارپوهان وائي داسې بریښي لکه چې د افغانستان حکومت  د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ شوي موافقه  د روان بهیر اساس ګرځولی وي.
د ډيری شناندوا وکار پوهانو له نظره ،  دخبرواترو په اوږدو کې  دطالبانو ډلې نه نرمیدونکي دریځونه ، د  دوحې دخبرواترو د  ناکامۍ یو دلیل دی .  په بله وینا،د دوحې په خبرو اترو کې د طالبانو یو اړخیز او ځان منامه نظر لامل شوی څو  مرکچي لوري  دخبرواترو د نقشې د لارې په سر  تفاهم ته ونه رسیدل شي . البته د افغانستان د سولې  خبرواترو ته د ډونالډټرمپ د حکومت  آوزاري نظر  هم د افغانستان د سولې د خبرواترو د  ناکامۍ یو بل دلیل  ګڼل کیدلی شي.
تهران راډیو
captcha