سردار مجيد کريمي وويل، د ايران اسلامي جمهوريت له نشه ايزو توکو سره د پاکستان د مبارزې له پوليسو سره په ګډو پوله ايزو سيمو کښې په غږملتيا او ملګرتيا تاکيد لري.
هغه د ايران لخوا په ۲۰۲۰ کال کښې له نهه لکه اتيا زره کيلوګرامو زيات مختلفو نشه موادو نيول کېدو ته په اشارې سره زياته کړه، هيله لروو چې ګاونډي هېوادونه به د نشه ايزو توکو په خلاف ډېر سخت چلند ولري.
له نشه ايزو مواد سره د ايران د مبارزې د پوليسو مشر پرون د پاکستان د کورنيو چارو او د نشه ايزو توکو د کنټرول له وزيرانو او له نشه ايزو توکو سره د مبارزې د پوليسو له قوماندان سره د کتنې لپاره دغه هېواد ته لاړ.
84173391