د بحرین وفا اسلامي غورځنګ په یوه بیان کې وویل چې د ال خلیفه رژیم په زندانونو کې د بندیانو د ملاتړ لپاره په لاریون کې د خلکو موجودیت په ټول هیواد کې د انقلاب روحیه راژوندۍ کړې.
د وفا غورځنګ په بیانیه کې راغلي: "موږ د نوي نسل ماشومان ولیدل چې د بحرین د انقلاب مشعل په لاس و او تر هغه چې لوی اهداف ترلاسه نه شي د انقلاب د دوام اعلان کوي."
غورځنګ ټینګار وکړ: "د بحرین په چوکونو کې دا نوی ځلیدونکی د ستراتیژیک بریا چې لومړی د خدای په مننه او بیا د ملت د بندیانو او د شهیدانو او جلاوطنو د کورنیو مقاومت له امله ترلاسه شوې، او البته د بحرین د حکومت ستر احمقیت او په سیاسي محاسباتو کې د هغې تېروتنې، د کورنیو او نړیوالو واقعیتونو غلط فکر د ملت بریا لا تقویه کړه.