IQNA

طالبان به افغانانو ته په کابو لسو ورځو کې د نوي حکومت د جوړیدا ځیری ورکړي

19:53 - August 31, 2021
د خبر لمبر: 3484578
تهران(ایکنا) -د طالبانو د فرهنګ وزارت سرپرست او ددغې ډلې ویندوي ذبیح االله مجاهد نن سهار په یولړ څرګندونو کې ووئیل مونږ د افغانستان د راتلونکي نظام دجوړولو لپاره په مشورو بوخت یوو او په کابو لسو ورځو کې به په دې اړه د افغانستان ولس ته یو ښه ځيری ورکړو.

ایکنا خبری آژانس د پارس ټو ډی پښتو خپرونې له قوله راپور راکړ، د طالبانو د فرهنګ او ارشاد دوزارت سرپرست او ددغې ډلې ویندوي ذبیح الله مجاهد نن سهار له تهران ریډیو سره په خصوصي مرکې کې ووئیل ، د طالبانو چارواکي او مسئولان د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړولو لپاره په دغې مودې کې په لازمو مشورو بوخت دي او خلکو ته ځیری ورکوي ، چې ډیر زره به دافغانستان راتلونکی نظام اعلان کړي او دوي به له سربدالۍ وژغوري
ښاغلی مجاهد ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان دراتلونکي سیاسی نظام په اعلانولو او جوړولو کې د ځنډ تر ټولو مهم علت څه دی ، ووئیل ، هیڅ مهم خنډ نشته خو طالبان بیړه نه کوي او غواړي ، د راتلونکي نظام د پخوالي لپاره په پیل کې د قومونو له مشرانو ،شخصیّتونو ،عالمانو او دله نورو ولسی پرګنو سپين روبو سره پراخې او لازمې مشورې وکړي.

طالبان به افغانانو ته په کابو لسو ورځو کې د نوي حکومت د جوړیدا ځیری ورکړي
ښاغلی مجاهد د پنجشیر د موضوع په باب هم ووئیل ، مونږ نیّت لرو ، د خبرواترو له لارې د پنجشیر مسئله حل کړو او که داسې نه وي ،نو مونږ ددغې موضو ع د حل لپاره د جنګ له لارې اقدام وکړو او دپنجشیر قضیه به ان شا الله ډیر وخت وانخلي.
مجاهد ددې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو هغوکسانو ته چې کابل ته د طالبانو په ورتګ سره له افغانستانه په پښو سپکولو پسې دي ، څه پیغام لر ئ، ټینګار وکړ، مونږ له هیچا کوم غچ نه اخلو او کله مونږ غه مهم چارواکي او کسان چې تر کلونو کلونو پورې ئې ورسره جنګونه کړي ،بخښلي دي ،نو بیا عادي ښاریز خو مونږ په لومړي لمبر کې بخښلي دي او دوي ته به هیڅ خطره پيښه نه شي . ان شا الله ډير زر به وضعیّت عادي بڼه خپله کړي ، او په ډیر کم وخت کې به په هیواد کې اقتصادي بدلونونه هم راشي،ځکه کله چې امنیت ټينګ شي او جنګ پاي ته ورسیږي ، نو هغه انرژي چې په جنګ کې مصرف کیدله،د آبادونې او دکارکسب په رامینځةکونې به مصرف شي او بهرني هیوادونه هم په افغانستان کې د پانګونې تږي دي .

 

 

captcha