
ایکنا خبری آژانس د روئيټرز له قوله راپور راکړ د طالبانو ډلې د درو خبرو سرچینو وئيلي دي ، د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملاعبدالغني برادر به د افغانستان د نوي حکومت مشر وي .
د نوموړوسرچینو په وینا،چې نامې ئې نه دي ښودل شوي ،د طالبانو د وخت دمشر یوه بنسټګر ملامحمدعمر مشر زوی ملامحمد یعقوب او ددغې ډلې یو بل لوړپوړی مشر شیرمحمدعباس ستانکزئ به هم د افغانستان په نوي حکومت کې مهمې څوکۍ ولري .
داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو یوه لوړپوړي مسئول مقام بلال کریمي پرون وئيلي وو ، د طالبانو مشر ملاهیبت ا...اخوندزاده به د افغانستان د حکومت مشر وي ، کریمي ، ملاغبدالغني برادر د راتلونکي حکومت ویندوي معرفی کړی ؤ .
د اپه داسې حال کې دي چې طالبانو د کابل له کنټرولولو وروسته وئيلي ، د افغانستان راتلونکی حکومت به د درستو قومونو مذهبونو او ډلو ټپلو د استازو په شتون سره پراخ بنسټه وي .
داپه داسې حال کې دي چې د پنجشیر ولایت کې د مقاومت جبهې چې مشري ئې داحمد مسعود په غاړه ده ، په یوې اعلامیې کې وئيلي دي بیګا ئې د پنجشیر په شمال کې په خاواک سیمې کې د طالبانوڅو مورچلې نیولي او طالبانو ته هم درندې مرګ ژوبلې اوښتي دي .
په اعلامیې کې وئيل شوي دي په دغې مودې کې د کابل په شمال کې د پروان ولایت مرکز چاریکار هم دطالبانو له نیواکه آزاد شوی دی.
د پنجشیر د مقاومت جبهې د ویندوي علی میثم نظري په وینا ، په وروستیو نښتو کې د طالبانو کابو پنځه سوه کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي .
طالبانو هم وئيلي دي په نورستان،بغلان ،پروان او بدخشان ولایتونو کې ئې له څو چورلیزونو په پنجشیر کې د څلورو ولسوالیو په لور پرمختګ کړی دی او دمقاومت جبهې ته ئې یو لړ مرګ ژوبلې اړولي دي .طالبانو بهر ته دپنجشیر دخبرونو دخپریدا دمخنیوي په موخې سره ددغه ولایت انټرنیټ هم غوڅ کړی دی .