
ایکنا خبری اژانس د پارس ټو ډې له وقله راپور راکړ ،د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره د هیواد د رسنیو په حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان د اویا فیصده رسنیو فعالیتونه بند شوي دي .
د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې په دغې اعلامیې کې وئيلي ، دغه شمیر د هیواد په اتویشتو ولایتونو کښې د یوسل پنځوسو خبریالانو په ګډون سره په یوې انلاین نظرسنجې کښې مخ ته راغلی دی .
دغه نظر سنجې وايي چې د افغانستان اوه شپیتو فیصدو خبریالانو په هیواد کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او یوازې درې دیرش فیصده یې په سختو شرایطو کښې په کارونو بوخت دي .
د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې مسئولانو وویل د اقتصادي او د مالي ملاتړ نلرل د افغانستان د رسنیو د فعالیت د بندیدا اصلي دلیل دی .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106446