ایکناخبری اژانس راپور راکړ ،د اسلامی امت وحدت او یوواولی، یوه داسې موضوع ده چې په اوسني دور کې په تیره بیا په نړۍ کې له اسلامه د ویرونې او ورسره دمقابلې د ودې اوسني پړاؤ ته په پام سره ئې ارزښت او اهمیّت ورځ تربلې لازیات جوتیږي .
په مسلمانانو کې وحدت او اسلامی یووالی په دې معنا دی چې مسلمانان باید پرهغو ګډو موردونو باندې خپلو تاریخي او کلامي اختلافاتو ته له پامه پرته چې د مسلمانانو ترمینځ دلازیات اتحاد او یووالی سبب کیږي ، تمرکز وکړي .
له بده مرغه دغه اختلافات او درز اچونې په زیاتره اسلامی هیوادونو کې شته او داسې ښکاري چې د ټولنو د کلتوري پرمختګ د نشتوالي یو دلیل دا اختلافات دي چې وخت په وخت د رسندویو په فضا جوړونو سره،د خلکو او ټولنو ترمینځ دسختو نښتو او شخړو لامل کیږي .
پروفیسر امیر حسین یو دین څيړاند او داسلامی مطالعاتو یو متخصص او هغه کس دی چې اعتقاد لري ، هغه اختلافات چې د اسلامی امت د جدائۍ او پاښل کیدلا سبب کیږي ،په سیاسی مسئلو کې جرړه لري . پروفیسر حسین په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د دین اکاډمۍ مرستیال مشر وټاکل شو او د آکسفورډ پوهنتون دخپروندوئې په ملګرتیا سره ئې د پام وړ آثار پنځولي دي . هغه دم ګړۍ د امریکا په لاس انجلس کې په لويّلا مری مونټ پوهنتون کې د الهیاتو دمطالعاتو د ډلې مشر دی .
پروفیسر امیر حسین همداراز پخپلې دغې مرکې کې،په اسلامی هیوادونود شیعه او سني مسلمانانو ترمینځد اختلافاتو او درز او تفرقو د جرړو په باب،په دغو اقداماتو کې سیاسی موضوعګانو ته په اشارې سره وائي،باؤري یم ،په مسلمانانو کې تفرقه او اختلافات،په دین کې نه ،بلکې په سیاست او قدرت کې جرړه لري ،هیڅ شی پکار نه دی د یوه واحد خداي د عبادت په موضوع کې خلک پخپلو سره جلا نه کړي ، ا لبته د یوه بل په ضد د ډلو ټپلو د توپیر او ظلم لپاره زیاتره سیاسی دلیلونه موجود وي . مونږ دخداي اطاعات او دحضرت محمد مصطفی(ص) سره عشق او مینه لرو او همداراز د پیغمبر اکرم کورنۍ ته خاص توجه لرو ،باید همدغه بیلګه و ګرځوو او له هر ډول اختلافاتو او تفرقو ډډه وکړو او پخپلو کې سره یوزړتوب، یووالی او اتحاد نندارې ته وړاندې کړو .