IQNA

د عاشورا اصل معنا او مفهوم

عاشورا،دآزادي غواړو مبارزو الهام بخښونکي چغه ده

17:48 - August 07, 2022
د خبر لمبر: 3486076
ایکنا-(تهران)عاشورا د فاسد سیاسی نظام او د غلطو حکمرانانو د رودې په وړاندې دمقاومت لپاره  یوه بې مخینې او استثنائي بیلګه ده.په نوي پړاؤ کې  مسلمان آزادي غواړي ځواکونه او حتی د ګاندهي په شان هغه کسان چې د آزادي غواړو غورځنګونو رهبري ئې په غاړه درلودلې، د عاشورا له واقعیې ئې الهام اخستی دی.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د مفید پوهنتون استاد او ددینی چارو څيړاند حجةالاسلام سیدعلی میر موسوي د مونږ له خبریال سره په خبرو کې ووئيل،دې ته په پام سره چې نړۍ دسیکولر کیدا په لور پرمخ ځي  او ټولنه او ماډرن انسان د هویّت، اخلاقو اومعنویّت په څير له ډيرو بحرانونو او ترینګلتیاؤ سره  مخامخ دی،دعاشورا واقعه  له دغو بحرانونو اوترینګتلیاؤد ماډرن ټولنې  او انسان د ژغورنې لپاره څه پيغام اوبریاوې لري.؟

هغه دخپلو خبرو په دوام کې ووئيل، د غلطو او ناغیړو  واکوالانو  دناسمې رودې او د فاسد سیاسی نظام په وړاندې د مقاومت لپاره یوه بې مخینې اواستثنائي  بیلګه ده.په ماډرن پړاؤ کې  مسلمانو آزادي غواړو او حتی د  ګاندي په څير  کسانو  چې د آزادي غواړي غورځنګ رهبري ئې په غاړه درلوده، د عاشورا له واقعې  الهام اخستی دی .د عاشورا په غورځنګ کې نجات بخښونکي او آزادتفکر او  دمقاومت اخلاق له ورایه ښکاره دي. هغه بریا چې  عاشورا ئې  د ماډرن انسان لپاره لري،د ژغورنې ،آزادۍ او مقاومت  یوه برخه ده ، د حضرت امام حسین علیه السلام  قیام هیڅکله هم کوم تاؤتریخجن  او سرزوری حرکت نه  ؤ، بلکې  امام بزرګوار سره له دې چې د جنګ اوتاؤتریخوالي د مخنیوي لپاره ئې درست تدبیرونه  وسنجول،،یوازې هاله ئې لاس په توره کیښودچې  د دوو ټاکنو ترمینځ ،یعني د شهادت او ذلت ترمینځ  ؤ ،نو مجبوره شو څو له دغو یوه ټاکنه  غوره کړي .

ښاغلي موسوي څخه زمونږ خبریال پوښتنه و کړه،د عاشورا واقعه د اتوپیائي لیدتوګو د کړچار او نظر په اساس څرنګه تحلیل کوي ،؟ هغه په ځواب کې ووئيل،د آئيدیالوجۍ او اتوپیا بحث ډير مهم دی،اتوپیاد یوه آرماني وضعیّت د انځورولو او د موجوده وضعې  او دیوه آرماني حالت په لور ئې د موجوده وضعیّت  د  بدلولو د کرکتنې په موخې سره د آرمان شهر د لټولو  په معنا دی. اتوپیا،تل دانقلابي ځواک یوه اندیښنه ده او تل د اتوپیا له مینځه، انقلاب راپورته کیږي . له بل پلوه  د اتوپیاپه وړاندې ،یوه آئيډیالوجي ده .آئيډیالوجي یو داسې تفسیر دی  چې  د واقعیّت د قدرت جوړښ وړاندې کوي او د قدرت داعمالولو دتوجیه لپاره  مطرح کیږي.  دعاشورا دپيښې په اړه ،هم اتوپیائي نظر شته او هم آئيډیالوجیک  نظر. په اتوپیائي  نظر کې، دامام حسین علیه السلام قیام او پاڅون ، له انقلاب او دیره شوي نظم سره  په مبارزې  او په موجوده وضعیّت باندې داعتراض لپاره دیوې بیلګې په توګه مطرح او  مقابل بهیر، د یزیدیي بهیر په توګه نصوّر کیږي او په دې اساس، ورسره دمبارزې دنده توجیه کیږي . آئيډیالوجیک نظر،ددې په اپوټه ،د موجوده وضعیّت د توجیهه لپاره له امام حسین علیه السلام څخه په یو ډول تاریخي شبیه سازۍسره  استفاده کیږي. داسې ښکاري  هردواړه تفسیرونه،که څه هم  په مختلفو اهدافو سره،دتاریخي شبیه سازۍ په تیروتنې سره مخامخ دي ، که څه هم بې شکه پر آئيډیالوجیک تفسیر باندې اتوپیائي  تفسیر برلاسه دی .

په دنده پال تفسیر کې  تاریخي شرائطوتوپير ته په پام سره ددغه حرکت الهام بخښونکي او بیلګه مورد په نظر کې نیول کیږي.   له دې نظره، دامام حسین علیه السلام  قیام د هغې  دنده ترسره کونکي چارې  په توګه  چې په نه انکاریدونکي ډول په ذهن کې ګرځي ، په خاص تاریخي موقعیّت او شرائطو کې، د هغه بزرګوار په اوږو کیښودل شوې ده.امام بزرګواردځينو هغو کسانو په وړاندې چې د ناکامۍ لرلید ئې په خیر غواړي ډول دهغه غوږونو ته رساوۀ، دغه دنده او مسئولیّت ئې وریادوۀ.دامام حسین علیه السلام  په افق او لرلید کې، ددغه شان دندې دترسره کیدا  ارزښت اواهمیّت او  مسئولیّت تر دې حده ؤ چې  په احتمالي او قطعي لګښتونو سره ئې د پریښودو هیڅ امکان نه ؤ. دبشریّت په تاریخ کې د حضرت امام حسین علیه السلام  د حرکت بې مخینې کیدا هم  له دې امله ده چې  دغه شان دندې دترسره کیدا په لاره کې  ئې له هیڅ ډول  ځانه په تیریدا اوسرښیندنې کې  سرغړاوی ونه کړ. که څه هم امام هڅه وکړه څو ترممکن حده  خپل اقدام کم مصرفه  او کم لګښته کړي ،خو په هغو شرائطو کې چې د شهادت اوذلت په دوه لاري ودرید،نود ذلت لار ئې پريښوده او شهادت لار ئې خپله کړه.  په اوسمهال پړاؤ کې ډیر هغه کسان چې د ځان ژغورونکي  دندو په ترسره کولو کې لګښتونه پخپل ځان مني،عاشورا ته له همدغه تفکر اوفکره سرچینه اخلي    

captcha