IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/4

په فرانسیسۍ ژبې د قرآن کریم لومړنی ژباړن او مفسر

11:43 - November 03, 2022
د خبر لمبر: 3486404
ایکنا-(تهران) علامه محمد بن شقرون  د قران کریم د او همداراز د مراکش د تاریخ او ادبیاتو په زمینې کې په عربی،فرانسوي اواسپانیائي ژبو د څه دپاسه دیرشو آثارو مؤلف او  په لسو ټولوکې په فرانسوي ژبې د قرآڼ د ژباړې اودقیق تفسیر لومنی خاوند ؤ چې څه موده مخکې وفات شو.

 د قرآني علومو متفکر ،ژباړن  او مفسّر علامه محمد بن شقرون په ۱۹۳۲کال کې په مراکش کې زیږیدلی دی .هغه له ماشوموالي  قرآني مکتب  او ورپسې دیني مدرسې ته وارد شو او هلته ئې د خپل پلار په شان له استاذانو چې دعربی او فرانسیسۍ ژبې استاد ؤ فقه او تفسیر زده کل او په قرآني  اوفقهي علومو کې د استاد ترحده ورسید.

پخواني دیني اوشرعي علومو ترڅنګ ئې،په نوي سټایل د علومو زده کول هم تعقیب کړل او د مراکش او فرانسې په علمي مرکزونو کې ئې زده کړې وکړې.د مراکشي فرانسوي لوړو مطالعاتو ډيپلومه،د رباط له پوهنتونه په ادبیاتو او ارواپيژندنې کې ډګري ،د پاریس له پوهنتونه  د لوړو مطالعاتو ډيپلومه او د فرانسې له پوهنتونه د ادبیاتو په څانګې کې دحکومتی پي ایچ ډي،داسې مدرکونه وو چې په ترلاسه کولو کې  ئې بریالی شو.

بن شقرون  خپل کار د مراکش په ښونځیو کې له تدریسه پیل کړ او وروسته د عربی تمدن او ادبیاتو  او په ژبې  کې د پوهنتون د استاد په توګه په تدریس  بوخت شو.

پر تعلیمي څوکیو سربیره،محمد بن شقرون نوره ډيرې حکومتي او نړیوالې څوکۍ هم درلودې، چې په هغو کې ترټږلومهمې  د مراکش د زده کړې د وزارت ،خارجه وزارت سلاکارۍ،د مراکش د کورنیو چارو وزارت دکلتوري چارو مدیریّت او د مراکش د ښونې او روزنې د ټولنې مشرۍ او همداراز د ملګروملتو له کډوالو سره د مرستې د ادارې منشي او د یونیسکو کلتوري ادارې مشرۍ ته اشاره کولی شو.

محمد بن شقرون د هغو منصبونو ترڅنګ چې په غاړه ئې درلودل، لویدیځ ته په تیره بیا د اروپائي ژبو په خاصه توګه په فرانسیسۍ ژبه، د قرآن کریم  د ترجمې او د اسلام د معرفی کولو په حوزې کې یولړ تالیفات درلودل. په دې زمینې کې دهغه ترټولو مهم آثر باید؛ په فرانسوي ژبه قرآن کریم او  دهغه ترجمې او معنا نومې تالیف بللی شو.په لسو برخوکې هغه کتاب چې ډیرو په فرانسوي ژبې د قرآن  د معنا لومړنۍ دقیقه ترجمه بللې ده . دغه کتاب د بن شقرون لپاره څه د پاسه لس کلونه وخت واخست.په فرانسوي ژبې د قرآن کریم په ژباړې کې د دغه مراکشي متفکر ترټولو مهمه انګیزه، له اسلام اوقرآن څخه د لویدیځوالو له ناسم انځور سره مقابله بلل کیدلی شي.

؛قرآن کریم دهغه د مختلفو موضوعګانو په اساس؛نومې تالیف په فرانسوي ژبه  په څلورو برخو کې یعني ،د قران کریم  د اساس او معنا کلتور او د قرآن کریم او حدیثو پر مطالعاتو باندې یوه مقدمه په دوو برخو کې او په عربی ،فرانسوي اواسپانیائي ژبو د قرآن فرهنګ، دهغه نور غوره آثار دي.

محمد بن شقرون  په فرانسوي ژبه د ؛ په اسلام کې عبادت او دهغه سیاسی،اجتماعي او تربیّتی  اړخونو  په نامې سره په کتاب کې  هڅه کړې ده،څو اسلامی عبادتونه، فرانسوي مخاطبانو ته له تاریخي،اعتقادي او سیاسی نظره  تشریح کړي.

captcha